د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

په کابل کې یو ځل بیا سخت ګرځ‌بندیز


آرشیف
آرشیف

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، سر له نن جمعې به په پلازمېنه کابل کې یو ځل بیا سخت ګرځ‌بندیز نافذ شي او هېڅ‌چا ته به په ښار کې د ګرځېدو او بازارونو ته د تلو اجازه ورنه‌کړل شي.

د دې وزارت ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې له کابل ښاریانو وغوښتل چې بندیزونه رعایت کړي.

د کابل ښار اوسېدونکو ته پرون اجازه ورکړل شوه چې بازارونو ته ولاړ شي او د روژې مبارکې له پیل مخکې د اړتیا وړ شیان وپېري.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکو ته پرون پنجشبه «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۴» اجازه ورکړل شوه چې د روژې مبارکې میاشتې له پیل مخکې بازارونو ته ولاړ شي او خپل د اړتیا وړ شیان وپېري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پرون ماښام ازادي راډيو ته وویل چې نور نو له کوره د غیر ضروري وتلو لپاره هېڅ پلمه نه‌ده پاتې.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

ښاغلی ارین زیاتوي: "د روژې مبارکې له لومړۍ ورځې له کورونو د غیر ضروري وتلو لپاره نور هېڅ پلمه او توجېه چې په ښار کې ګڼه ګوڼه جوړه کړو، نه‌ده پاتې. پولیس د ګرځ‌بندیز ټول شرایط عملي کوي او له ښاریانو مو تمه دا ده چې له پولیسو سره همکار واوسي څو په ګډه د وضعیت د ښېګڼې پر لور ولاړ شو او له دې سختو ورځو تېر شو."

نن جمعه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

ولسمشر اشرف غني په دې مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، ډاډه دی چې افغانان به خپل عبادت د دیني عالمانو او روغتیا وزارت له سپارښتنو سره سم ترسره کړي.

د افغانستان حج او اوقافو وزارت ویلي چې د دې وزارت د فتوا له مخې خلک دې لمونځ په کورونو کې وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي هڅه کوي او په روژه کې به له بې‌وزلو خلکو سره مرسته وکړي.

خو خلک شکایت کوي چې له یوې خوا مرستې مستحقو کسانو ته نه‌رسېږي او له بلې خوا په بازارونو کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي.

له کندهاره محمد اسماعیل او د هلمند ولایت له یخچال سیمې څخه محمد نبي ازادي راډیو ته وویل: "ګراني هومره زیاته شوې چې یوه ډبه غوړي په ۵ زره کلدارې شوي. د کرونا په نوم‌یې ټول قرنطین کړي یو، په کورونو کې ناست یو. ښارونه‌یې راته بند کړي دي، نو دا مو هیله ده چې یا ښارونه پرانیزي او یا د شیانو ارزانه کېدو ته یوه لاره جوړه کړي."

کابل کې بې‌وزله کسانو ته مرسته
کابل کې بې‌وزله کسانو ته مرسته

"د افغانستان خلک له ډېرې لوږې سره مخامخ دي. د هر شي بیه لوړه شوې ده، باید حکومت دې ته پام وکړي چې د شانو بیې راټیټې کړي. هومره ګراني هم نه‌ده لکه تاجرانو چې پر مسلمانانو باندې بده ورځ جوړه کړې. له یوې خوا روژه راغله له بلې خوا مسلمانان له فقر او بې‌وزلۍ سره مخامخ دي."

د افغانستان حکومت په هېواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي په مقصد نږدې یوه میاشت مخکې د کابل ښار د قرنطین کولو پلان عملي کړ. له ضروري حالاتو پرته پر تګ راتګ بندیز، د ښوونځیو، پوهنتونونو او د ملکي خدماتو د ډېری ادارو رخصتول په دې پلان کې شامل دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلومات له مخې تر پرون پنجشنبې ورځې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۲۶ ته رسېدلی او ۴۰ کسان له دې کبله مړه شوي، خو ۱۱۶ کسان بېرته ترې روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG