د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

ننګرهار کې د ګرځ‌بندیز څخه د سرغړونې په تور لسګونه موټر ونیول شول


د ننګرهار جلال‌اباد ښار
د ننګرهار جلال‌اباد ښار

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې له لګول شوي ګرځ‌بندیز څخه د سرغړونې په تور لسګونه موټرونه ونیول شول.

د والي وياند وايي دغه موټرونه پرون دوشنبه له ۱۰ بجو د پولیسو د اقداماتو په لړ کې نیول شوي دي.

عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل: "ګڼ شمېر موټر چلوونکو سرغړونه وکړه چې تر ۱۰ بجو وروسته پولیسو او نورو منسوبینو اقدامات پیل کړل چې د موټر چلوونکو په لسګونه بېلابېل موټرونه‌یې ونیول. تر ډېرې مودې پورې به خوشې نه‌شي."

په جلال‌اباد کې له تېرې اوونۍ ګرځ‌بندیز او قرنطین نافذ شوی دی، خو د ننګرهار چارواکي وايي له تېرې یکشنبې پرېکړه شوې چې په جلال‌اباد ښار کې د سهار له شپږو څخه تر اتو بجو او د مازیګر له څلورو تر شپږو بجو یوازې د دولتي مأمورینو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د والي وياند وايي خبریالان، امبولانسونه او نظامي موټرونه په ټوله کې له دغه امر څخه مستثنی دي.

په بل خبر کې د والي ویاند د ملي امنیت له‌خوا د داعش ډلې د دوو پاکستاني غړو د نیول کېدو خبر هم ورکړ چې د ده په وینا په کونړ کې یې فعالیتونه کول او په ننګرهار کې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG