د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

'افغان چارواکو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې محدودیتونه رامنځته کړي'


افغان خبریالان په خبري غونډه کې- October 22, 2019
افغان خبریالان په خبري غونډه کې- October 22, 2019

د سېپټېمبر ۲۸ مه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې سره برابره ده.

افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې یو شمېر د رسنیو استازي او خبریالان وايي، د حکومت لخوا د اطلاعاتو نه شریکول د دوی کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

یو شمېر افغان خبریالان وايي، د راپورونو جوړولو لپاره ان میاشتي میاشتې دولتي بنسټونو ته په تمه کېږي خو دا چې د یادو بنسټونو مسئولینو، خپلو ویاندویانو ته د اطلاعاتو ورکړې برخه کې محدودیتونه رامنځته کړي معلومات په خپل وخت نه ورسېږي .

خبریال اسلم حجاب وايي: "کله چې موضوع د اطلاعاتو وي، ادارې همکاري کولو ته نه حاضرېږي، دا په دې معنا نه ده چې دا ادارې ویاندویان یا د نشراتو برخه نه لري، خلک یې استخدام کړې مامورین او امکانات لري خو د وزارتونو وزیران یا مرستیال خپلو ویاندویانو یا د نشراتو برخې ته د اطلاعاتو شریکولو اجازه نه ورکوي."

دغه راز یو بل خبریال ذبیح الله خورشیدي وویل : "په ټوله کې د حکومت لخوا سوشل میډیا کې معلومات ډېر دي خو د خبریالانو لخوا په موادو باور کول ستونزمن کار دی، اوس مهال ورځ تر بلې د حکومت لخوا سانسور ډېرېږي،خبریالان اوس تر ډېره د وسله والو طالبانو له ویاندویانو خوښ دي ځکه پر وخت او دقیق معلومات لېږي،کوم قوانین چې حکومت له رسنیو سره قبول کړي ښه قوانین دي خو تر اوسه عملي شوي نه دي."

ملګرو ملتونو له نن څخه څلور کاله وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې د سېپټېمبر ۲۸ مه اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالي ورځي په نامه نومولي ده.

د خبریالانو ترڅنګ، د افغانستان رسنیو یو شمېر مسئولین هم د حکومت نشراتو برخه کمزورې یادوي.

د پژواک خبرې اژانس مسوول دانش کړوخېل وایي، د حکومت او رسنیو ترمنځ واټن خلکو ته د اطلاع رسونې برخه پیکه کړې ده.

د ښاغلي کړوخېل په خبره د یادې ستونزې شتون د تحقیقي راپورونو لړۍ ورو کړې او دولتي بنسټونو کې یې فساد ته زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه: "د حکومت ډیری ادارې هغه معلومات چې اغېزمن وي له رسنیو سره نه شریکوي، زه په جریان کې یم، چې د ډېریو رسنیو تحقیقي راپورونه چې د خلکو په ژوند کې مثبت اغېز لري هغه د اسنادو او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي لا امله نیمګړي پاتې دي."

په دې ورستیو کې د رسنیو یو شمېر ملاتړو بنسټونو هم په دې اړه یو شمېر انتقادونه مطرح کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان ادارې د فساد پر وړاندې د مبارزې شبکې د یکشنبې په ورځ اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خپل تحقیق وړاندې کولو پر مهال وویل،افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن دی.

د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په یاده برخه کې ستونزې او نیمګړتیاوې مني، خو وايي اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې مهم کارونه هم شوي دي.

عین الدین بهادري
عین الدین بهادري

د دغه کمېسیون مشر ازادي راډیو ته ویلي، د تېر په پرتله د حکومت ویاندویانو لخواد اطلاعاتو ورکړه پياوړې او یاده برخه کې شکایتونه کم شوې دي.

هغه زیاته کړه: "د تېر کال په پرته سږکال ښه شوي، د بیلګې په توګه سږکال له ټولو ادارو یو سلو څو ځله د اطلاعاتو غوښتنه شوې ده، زموږ ټینګارپه ستراتیژیکو او اوږدمهالو کارونو دی، چې هیڅ اطلاعاتو ته اړتیا نه وي،کله یې چې تاسي ویبسایټ ته ورشئ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۵ مادې پر بنسټ باید ټولو اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړئ."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند ټینګار کوي چې باید تولې ادارې په خپل وخت او له اصولو سره سم د له غوښتونکو سره اطلاعات شریک کړي.

د یادونې ده چې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د د سنبلې د میاشتې په ۱۱ مه نېټه له جمهوري ریاست او مالیې وزارت څخه د دفاع د سرپرست وزیر اسدالله خالد او د احصايي ملي ادارې رئیس احمد جاوید رسولي د یو میاشت کسر معاش غوښتنه هم کړې وه.

اسدالله خالد
اسدالله خالد

د دې کمېسیون مشر عین الدین بهادري په دغه ورځ جوړې شوې خبرې ناستې ته ویلي و، دغو بنسټونو یو شمېر رسنیو ته معلوماتو په ورکړه کې لازمه همکاري نه ده کړې.

د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړیواله رده بندۍ کې د محتوا له پلوه، لومړی مقام خپل کړی خو د رسنیو د ملاتړو بنسټونو نیوکه دا ده چې دا قانون لکه څنګه چې لازمه ده نه پلی کېږي.

XS
SM
MD
LG