د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

راپور: حکومتي ادارې د معلوماتو شریکولو برخه کې کمزوری عمل کوي


آرشیف
آرشیف

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو څېړنیز بنسټ په یو راپور کې لیکلي دي، چې حکومتي ادارې د معلوماتو د شریکولو په برخه کې کمزوری عمل کوي.

د دې بنسټ مسئولینو یاد راپور معلوماتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې د رانږدې کېدو سره هم مهاله خپور کړی او خبریالانو ته يې ویلي چې په معلوماتو محدودیت په دولتي ادارو کې فساد ته زمینه برابرول دي.

معلوماتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې د رارسېدو په رانږدې کېدو سره د اداري فساد په وړاندې د مبارزې بنسټ د یو شمېر دولتي ادارو مسولین د معلوماتو د ورکولو په محدودیت تورن کړي دي.

د دې شبکې رییس خان زمان امرخیل د یکشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې د دغه راپور د چمتو کولو په برخه کې يې له اوه دولتي بنسټونو معلومات غوښتي خو یو هم په دې برخه کې له دوی سره مرسته نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: "موږ وغوښتل چې په دې اړه یوه هر اړخیزه څېړنه وکړو، خو له بده مرغه له موږ سره معلومات شریک نه کړل شول، دلته دوه مسئلې دي، اول دا چې اهلیت او ظرفیت نشته، او بل فساد موجود دی، که دوی وغواړي چې دا معلومات له خلکو سره شریک کړي خلک د معلوماتو پر بنسټ کولای شي چې د حکومت په وړاندې پرېکړه وکړي او په هغه پروسه کې چې فساد موجود دی خلک غبرګون وښيي."

د ښاغلي امرخیل په وینا د دغه څېړنې هدف په دولتي ادارو کې د استخدام څرنګوالی، د بودجې لګښت، تړونونه، عواید او د کارکونکو ادلون بدلون وو.

د ده په وینا دغه څېړنه په دوه میاشتو کې په ماليې، معارف، کلیو پراختیا او بیارغونې، ترانسپورت، د کډوالو او بېرته ستنېدونکو او بهرنیو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک کې ترسره شوې ده او له یادو ادارو معلومات غوښتل شوي چې مرسته ورسره نه ده شوې.

دغه بنسټ وړاندیز کوي چې خلکو ته د معلوماتو د ورکړې په برخه کې باید اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون عملي شي.

په ورته وخت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون وايي،اطلاعاتو ته لاسرسی نه دی محدود شوی او په وینا یې څېړنې هم باید د ځنیو میکانیزمونو او معیارونو پر بنسټ ترسره شي.

عین الدین بهادري
عین الدین بهادري

د دغه کمیسیون رئیس عین الدین بهادري ازادي راډيو ته وویل: " که چېرې دوی تخصصي کار کړی وای نو لومړی يې باید د فورم د اخېستلو غوښتنه یې کړې وای او بیا یې که چېرې ځواب نه ترلاسه کاوه نو مونږ ته يې باید شکایت کړی وای، مونږ ډاډه یو چې دغو ادارو تراوسه پورې میکانیزمونه او نظرونه نه دي مطالعه کړي."

په همدې حال کې د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت ویاند وايي، دوی ژمن دي چې په خپل وخت اطلاعات ورکړي خو په وینا یې چې یو شمېر مسایل وخت ته اړتیا لري.

د دغه وزارت ویاند فریدون آژند په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "هغه اطلاعات چې په ساده مواردو کې دي مونږ چمتو یو چې ژر تر ژره یې په اړه معلومات ورکړو خو ځيني مسایل ډېر وخت ته اړتیا لري چې په اړه یې باید دقیق او موثق معلومات راټول شي."

اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په رانېږدې کېدلو سره په دې برخه کې اړوند فعال بنسټونه هڅه کوي چې د خلکو پام دې مهمې موضوع ته واړوي، په دې ورستیو کې د رسنیو یو شمېر ملاتړو بنسټونو هم په دې انتقادونه مطرح کړي دي.

ملګرو ملتونو له نن څخه څلور کاله وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې د سېپټېمبر ۲۸ مه اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالي ورځي په نامه نومولي ده چې هر کال ترې د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځنه کېږي.

XS
SM
MD
LG