د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د کرونا ویروس خپرېدل؛ ځینې افغانۍ رسني له اقتصادي بحران سره مخ شوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د رسنیو د خوندیتوب کمېټه وايي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپراوي له امله زیات شمېر رسنۍ له اقتصادي بحران سره مخ دي.

په داسې حال کې چې نن د مې درېیمه د رسنیو نړیواله ورځ ده په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د رسنیو په وړاندې روان مالي وضعیت اندېښنې زیاتې کړي دي.

د افغانستان د رسنیو د خوندیتوب کمېټه وايي، چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د بحران له امله زیات شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حتا یو شمېر يې تړل شوي دي.

د دې کمېټې رييس نجیب شریفي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، حکومت باید په دې برخه کې عاجل اقدام وکړي او له هغه رسنیو سره چې د تړلو له ګواښ سره مخ دي مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: "زیات شمېر رسنۍ له سخت مالي بحران سره مخ دي، ځينې حتا تړل شوي دي او یو شمېر يې خپلو کارکونکو ته د معاشونو د ورکړې توانايي هم نه لري او زیات شمېر کارکونکي يې په کور ناست دي، علت يې په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدل دي."

نجیب شریفي
نجیب شریفي

نوموړی غوښتنه کوي چې باید د افغان ولسمشر محمد اشرف د ځانګړي فرمان پر بنسټ د کرونا ویروس د بحران تر پای ته رسېدو رسنیو ته ټول مالیات او دغه شان د برښنا لګښتونه معاف شي.

ښاغلی شریفي وايي، د رسنیو د کارکونکو لپاره د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د روغتیايي اسانتیاوو رامنځته کول بله هغه مسئله ده چې حکومت ورته باید پام وکړي.

د رسنیو نړیواله ورځ سرکال په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې د کرونا وېروس له خپریدو سره سم لسګونه رسنۍ له مالي اړخه له ستونزو سره مخ دي او دغه شان زیات شمېر خبریالان بې کاره شوي هم دي.

لا مالومه نه ده چې د کرونا ویروس له امله څومره شمېر رسنۍ د تړلو له ګواښ سره مخ دي او څومره شمېر خبریالان بې کاره شوي دي، خو د رسنیو د خوندیتوب کمېټې د ۲۰۱۹ میلادي کال د راپور پر بنسټ، په تېر کال کې د مالي ستونزو له امله په دې هېواد کې ۴۰ رسنۍ تړل شوي دي.

هڅه مو وکړه چې د له رسنیو سره د مالي مرستې د غوښتنې په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو خو بریالي نشوو.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم مني چې رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ دي خو د دې وزارت نشراتي مرستیال شیوا شرق ازادي راډيو ته وویل، هڅه کوي چې په دې برخه کې له رسنیو سره مرسته وشي.

هغه وایي: "د رسنیو سره د مرستې وړاندیز موږ څېړو، د مالي مرستې د ترلاسه کولو په هدف ټولې لارې سنجوو، زه ټولو رسنیو ته ډاډ ورکوم چې تر خپلې وسې موږ کوښښ کوو چې له دوې سره د مرستې لارې چارې برابرې کړو."

ښاغلي شرق وايي، په ولایتونو کې يې د دې وزارت ریاستونو ته دنده سپارلې څو هغه رسنۍ په نښه کړي چې له مالي ستونزو سره مخ دي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې اوس مهال سلګونه بېلابېلې رسنۍ په فعالیت بوختې دي چې یوازې ۱۷۰۰يې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارته کاري جوازونه اخیستي دي.

د دې وزارت د مالوماتو پر بنسټ په دې شمېر کې ۱۲۱ تلویزیونونه، له ۲۵۰ ډېرې راډيو ګانې او دغه شان له ۱۳۵۰ ډېرې چاپي او برېښنايي رسنۍ شاملې دي.

XS
SM
MD
LG