د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

امرالله صالح: د ځانمرګو حملو او چاودنو د طراحانو په اړه شکایت وکړئ


د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح
د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د ځانمرګو او چاودېدونکو توکو د قربانیانو له کورنیو غوښتي چې د دې بریدونو او چاودنو د طراحانو په اړه شکایتونه ثبت کړي.

ښاغلي صالح په خپله رسمي فېس‌بوک‌پاڼه لیکلي، د دې شکایتونو وروسته به د دې ډول بریدونو د طراحانو تصویرونه په عمومي لارو او ځایونو وځړول شي، څو خلک‌یې وپېژني.

د امرالله صالح دغه غوښتنه د قربانیانو د کورنیو له هرکلي سره مخ شوې ده.

مومن موسوي هغه شخص چې په کابل کې یې په یوه ځانمرګي برید کې زوی ووژل شو وايي، چمتو دی چې خپل شکایت ثبت کړي.

دی زیاتوي: "که خلکو ته د شکایت ثبتولو زمینه برابره شي او مجرمین ونیول شي، موږ به د دې ظالمانو او خاینانو په اړه چې زموږ د مظلوم ملت پر وړاندې درېدلي، شکایت ثبت کړو. مهمه دا ده چې حکومت عدالت وکړي. تل له عدالت خبره شوې، مګر په عمل کې هېڅ هم نه‌شته."

د ښاغلي موسوي زوی ۱۹ کلن، د ۱۲ ټولګي زده‌کوونکی او همدا ډول د «کوثر دانش» ښوونیز مرکز دننه‌یې زده‌کړه کوله چې د شنبې په ورځ په ځانمرګي برید کې ووژل شو. په دې برید کې له ده پرته، ۲۳ تنه نور هم ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول.

په کوثر دانش کې د ځینو وژل شویو زده‌کوونکو د خاورو ته سپارلو مراسم
په کوثر دانش کې د ځینو وژل شویو زده‌کوونکو د خاورو ته سپارلو مراسم

داعش ډلې د دې برید مسؤلیت ومانه.

په افغانستان کې زرګونه داسې کورنۍ شته چې په ترهګریزو بریدونو کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.

که څه هم په دومره وخت کې د دوی لپاره د بریدونو له طراحانو څخه د شکایت د ثبت زمینه نه‌ده برابره شوې، خو اوس د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې دا زمینه برابره کړي.

د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال ویلي، د شکایتونو له ثبت وروسته به د دې بریدونو د طراحانو او عاملانو نومونه او تصویرونه په لارو کې راوځړول شي، څو خلک‌یې وپېژني.

د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال د مطبوعاتي دفتر رئیس رضوان مراد وايي: "د هغو کسانو تصویرونه چې په ځانمرګو بریدونو کې یې لاس درلود، یا هم د دې ډول بریدونو طراحان او ګډونوال دي، د دې لپاره راځړول کېږي چې خلک پوه شي، عزیزان‌یې چا وژلي. د ملي امنیت او حق‌الله پر وړاندې د جرم کولو سربېره، خلک باید د عدلي او قضايي بنسټونو له لارې عریضه وکړي، څو حقوق‌یې ورکړل شي."

رضوان مراد
رضوان مراد

په ورته وخت کې د حقوقي مسایلو کارپوه صمیم امین وايي، د مجرمینو د تصویرونو راځړول او د ترهګریزو پېښو د عاملانو او طراحانو څخه د شکایت ثبتول، د عدالت له عملي کېدو سره مرسته کوي.

ښاغلي امین زیاته کړه: "د شکایتونو ثبت او حق‌العبدي موضوع د عدالت د تأمین او د هغو کسانو سره چې په دې بریدونو کې یې قرباني ورکړې، هڅونه او یو ډول ډاډ ورکول دي. همدا ډول د ځانمرګو بریدونو د طراحانو او عاملانو د تصویرونو راځړول د دوی د پیدا کېدو په برخه کې ښه هڅه ده."

د جمهور رئیس لومړي مرستیال همدا ډول ویلي، د کابل د لوېدیځ امنیت ته به ځانګړی پام وشي، ځکه په وروستي کال کې ډېر بریدونه په همدې سیمه کې شوي دي.

په دې موده کې ډېر بریدونه په ښوونیزو مرکزونو، روغتونونو، جوماتونو، مذهبي او مناسبتي ورځو کې د کابل په لوېدیځ کې شوي دي.

د دې بریدونو له ډلې د ډېرو مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

د افغانستان حکومت دا پرېکړه وروسته تر دې کوي چې په دې وروستیو کې د یو شمېر هغو کسانو تصویرونه‌یې هم د کابل په بېلابېلو سیمو کې راځړولي چې په جنايي جرمونو تورن دي، خو درک‌یې نه‌شته.

کابل کې په وروستیو کې یو شمېر نامعلومه کسانو د ځینو چارواکو او سیاسیونو تصویرونه هم راځړولي او دوی یې تورن کړي دي.

XS
SM
MD
LG