د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

د امرالله صالح له‌خوا د کابل د امنیت مسؤلیت له اخیستو د ښاریانو هرکلی


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

یو شمېر کابل ښاریان، د افغانستان جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح له‌خوا د دې ښار د امنیت مسؤلیت په غاړه اخیستو هرکلی کوي.

امرالله صالح پرون اعلان وکړ چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په سپارښتنه د کابل ښار د امنیت چاري يې په غاړه اخیستي او په دې برخه کې به په هېڅ مجرم رحم ونه‌کړي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، د جنايي جرمونو، غلاوو او لوټلو له ډېرېدو په تنګ راغلي او د مخنیوي لپاره‌یې باید له هرې ممکنه لارې ګټه واخیستل شي.

هغوی وايي، شپه او ورځ فزیکي او رواني امنیت نه‌لري او ښار کې تګ راتګ ورته ستونزمن شوی دی.

د کابل ښار اوسېدونکي قیس او یار محمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې ورځو کې د کابل امنیت ډېر خراب شوی دی. غله په رڼا ورځ په لارو کې خلک لوټي. پیسې، موبایل او هر هغه څه چې خلک له ځانه سره لري له هغوی يې اخلي. حتی د ښځو دستکول له ځانه سره وړي، د هغوی ګوتمۍ اخلي. له دولته مو غوښتنه دا ده چې د امنیت ښه کېدو لپاره جدي اقدامات وکړي."

ارشیف، کابل کې د جنايي جرمونو په تور نیول شوي کسان
ارشیف، کابل کې د جنايي جرمونو په تور نیول شوي کسان

"کابل کې چور و چپاول زیات شوی دی، باید یې مخنیوی وشي. غله باید ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي."

د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح په داسې حال کې د کابل امنیت په لاس کې اخلي چې په وروستیو کې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو زیاتېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېس‌بوک او ټویټر کې هم (کابل امن نه‌دی) په عنوان جدي بحثونه مطرح کېږي او حتی تصویرونه او کارتونونه نشرېږي او دا ښیي چې غله او لار وهونکي د چاقوګانو، تبر او سلاح په ګټنې د خلکو ټیلیفون او موټرې له ځانه سره وړي.

طالبانو هم څو ورځې وړاندې هغې اعلامیه کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، په کابل ښار کې غلو او شوکمارانو ته ګواښ کړی و چې دا ډله به ورسره جدي برخورد وکړي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو دا خبرداری د خندا وړ بللی وو.

په ورته وخت کې امنیتي کارپوهان وايي، د کابل ښار امنیت ساتلو لپاره، چټک، جدي او رښتیني اقداماتو ته اړتیا ده.

له ډلې يې باري عارض ازادي راډيو ته وویل که داسې ونه‌شي، د ښاغلي صالح ټاکل به هم نمایشي او بې‌پایلې کړنه وي.

باري عارض
باري عارض

ښاغلی عارض زیاتوي: "د کابل امنیت ښه کېدو په موخه د امرالله صالح ټاکل یو نمایشي او تبلیغاتي کړنه ده، موږ او تاسو به شاهدان یو چې نور هېڅ اغېزمنتیا به ونه‌لري."

اوس‌مهال کابل ښار امنیت د پولیسو، ملي امنیت ځواکونو او ګارنېزیون پورې اړه لري، خو خلک وايي چې یاد ځواکونه نه‌دي توانېدلي چې په دې ښار کې د غلو، انسان تښتوونکو، شوکمارو او د شپې له‌خوا د هوايي ډزو مخه ونیسي.

مخکې له دې د افغانستان امنیتي بنسټونو ویلي و چې کابل ښار کې له خلکو سره لسګونه میله سلاح موجوده ده چې ترې په ګټې اخیستنې د دې ښار ناامنیو او خودسریو کې کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت، په وروستیو څو ورځو کې د مجرمینو او غلو په وړاندې د جدي اقداماتو خبره کړې ده او د دې وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي تېره اوونۍ امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې مجرمین مخامخ په ډزو وولي.

XS
SM
MD
LG