د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

امنیتي مسؤلین: کونړ کې د ښځینه پولیسو د کمښت له کبله له ستونزو سره مخ یو


ښځينه پولیسه
ښځينه پولیسه

په کونړ کې امنیتي مسؤلین وایي د ښځینه پولیسو د کمښت له کبله له ستونزو سره مخامخ دي.

د دوی په خبره بې‌تعلیمه ښځې ورته د دندو ترلاسه کولو لپاره ورځي، خو لوستې ښځې په پولیسو کې د دندې لپاره مراجعه نه‌کوي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ په لومړي قراول کې ۴۵ کلنه پولیسه بصرۍ پنځه کاله کېږي چې په یوه اوسپنیز کانتینر کې د ښځو تلاشي کوي. دا وايي هر ځای چې د کورونو یا موټرو تلاشي وي، له نارینه‌وو سره اوږه په اږه خپله دنده ترسره کوي، خو د دې په باور ښه به دا وي چې ښځينه افسرانې پر دندو وګومارل شي.

هغې وویل: "موږ پرون نورګل ولسوالۍ ته وظیفې ته تللي وو. هلته مو دنده ترسره کړه، خو موږ سره کومه افسره نه‌وه. سړیو سره تللي و. که موږ سره افسره پیدا شي، نو ښه کار دی. موږ به خپلې خبرې د نارینه‌وو په ځای خپلو خویندو سره شریکوو. بایومتریک څانګه کې زنانه ښه ښکاري. ښځه باید د ښځو او نارینه د سړیو کارونه ترسره کړي. موږ سړیو سره کېنو او سړیو سره پاڅېږو، ښځینه افسرانو ته زیاته اړتیا شته."

د ښځينه پولیسو کمښت یوازې د ښځو د اندېښنې وړ خبره نه‌ده، بلکې په دفترونو کې نور کارکوونکي هم له دې ستونزې شکایت کوي.

د کونړ د پاسپورټ مدیریت ته هره ورځ د نارینه‌وو ترڅنګ ښځې هم پاسپورټ اخیستلو ته وررځي، خو په دې دفتر کې د ښځینه کارکوونکو پر ځاي نارینه کارکوونکي د بایومتریک او نورو اسنادو په برخه کې کار کوي.

محب‌الله محبت د خپلې کورنۍ د ښځینه غړو سره د پاسپورټ جوړولو لپاره راغلی دی.

دی وايي: "زه دلته د پاسپورټ اخیستلو ته راغلی یم، دلته مې چې وکتل نو د ښځو بایومتریک هم نارینه په مخ وړي. که ښځینه مأمورینې پیدا شي، نو ښځې به ښځو ته ښه ځوابونه ورکړي، بایومتریک او نور کارونه به‌يې په ډاډه زړه ترسره کېږي."

امنیتي چارواکي هم یاده ستونزه مني او وايي، دوی د ښځینه افسرانو لپاره خالي بستونه لري، خو د یو شمېر ناوړه دودونو له کبله لوستې مېرمنې په امنیتي ادارو کې وظیفو اخیستلو ته زړه نه ښه کوي.

د کونړ امنیه قوماندان ډګروال محمد یوسف مظلوم‌یار د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "په مسلکي لحاظ موږ ښځينه پوليسې نه‌لرو، خالي بستونه لرو. د جنايي، پاسپورټ، بشر حقوقو او نورو اړوندو څانګو کې ورته ضرورت لرو. په یادو برخو کې ښځینه افسرانو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې دي. له لېسو او پوهنتونونو فارغې خویندې کولای شي چې راشي."

دیني عالمان وايي، د روغتیا، پوهنې او د ژوند د نورو برخو په څېر امنیتي ادارو کې هم د ښځو شتون اړین دی او باید ښځې د ولس او وطن د ساتنې، امنیت د پیاوړتیا او د جرایمو د مخنیوي لپاره په یادو برخو کې دندې ترسره کړي.

مولوي محمد رفیق وايي: "کومې خویندې او زنانه چې د پاسپورټ، تذکرې یا نورو اسنادو اخیستلو لپاره راځي، د هغوی د تلاشۍ او دفتري کارونو لپاره که ښځه وي، نو ډېر به ښه وي. دې سره به د خویندو عزت هم خوندي وي او د ښځو په جامو کې چې کوم کسان جرمونه ترسره کوي د هغوی مخه به هم نیول شوي وي. نو په کار ده چې خویندې په پولیسو کې خپل نومونه ولیکي او وظېفې واخلي."

د ښځو چارو ریاست مسؤلین هم وايي دوی ښځې هڅوي چې په کورونو کې د کېناستو پر ځای دفترونو ته لاړې شي او هلته د نورو ښځو ستونزې حل کړي.

د امنیتي مسؤلینو په خبره، له نن څخه پنځه کاله وړاندې په کونړ کې هېڅ ښځینه پولېسه نه‌وه. د ښځو د تلاشيو لپاره به‌يې یا د ښځو چارو ریاست او یا هم د ښځینه ښوونځيو ملازمینې مؤظفولې.

خو د دوی په وینا، اوس په ټول ولایت کې ۲۶ ښځینه سرتېرې شته چې تر یوه حده د تلاشۍ په برخه کې ستونزې هوارې شوې او یوازې په دفتري کارونو کې لاهم د ښځینه کارکوونکو او افسرانو بستونه خالي پاته دي.

XS
SM
MD
LG