د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

کابل کې د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو کمپاین په اړه خوشبینۍ او شکونه


ارشيف، د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو کمپاین
ارشيف، د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو کمپاین

د ولسي جرګې ځیني غړي او یو شمېر کابل ښاریان د پولیسو له لوري د موټرود تورو ښیښو سپینولو اقدام ستايي او ټینګار کوي چې د تېر په څېر باید دا کار نمایشي نه‌وي.

که څه هم په کابل ښار کې د پولیسو له‌خوا د موټرو د تورو ښيښو د سپينولو او فلمونو ليرې کولو کمپاین له یوې مودې راهیسې روان دی، خو دوی ورته د شک په سترګه ګوري.

دوی وايي، له څو کالو راهيسې هر کال پولیس دا ډول کمپاین پیلوي، خو له کومې پایلې پرته پای ته ورسېږي او بیا هم په ښار کې ورته موټر تر سترګو کېږي.

دوی تور پورې کوي چې تر ډېره په کابل ښار کې جرمونه په همدې د تورو ښیښو لرونکو موټرو په وسیله کېږي چې زورواکو پورې اړه لري.

ارشف، د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو کمپاین
ارشف، د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو کمپاین

دوو تنو کابل ښاریانو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "مصطفی یم، ثابته خبره ده د کابل په ښار کې د تورو ښیښو په موټرو کې جنايي جرمونه کېږي، د مخدره موادو قاچاق، اختطاف هم په همدې موټرو کې کېږي، دغه موټر په چارواکو پورې اړه لري."

"سمیع یم د کابل ښار اوسېدونکی، د تورو ښیښو پاکول یو ښه کار دی، ټولې باید پاکې شي، داسې نه چې د ځینو خلکو پاکې او زورواکو پرېښودل شي، تجربو او پلټنو ښودلې هغه کسان چې جرمونه کوي، په تورو ښیښو لرونکو موټرو کې ګرځي، هیله ده چې دا ځل دغه کمپاین نمایشي نه‌وي."

  • اوس پوښتنه دا ده چې ولې هر کال د دا شان کمپاینونو په پیل او عملي کېدلو سره ولې دغه ستونزه پر خپل ځای پاتې ده؟

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، امنیتي ادارې په دې برخه کې جدي اراده نه‌لري او تل د قانون د پلي کېدو پر ځای مصلحت ته مخه کوي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وايي، هیله ده چې د پولیسو اوسنی اقدام نمایشي نه‌وي او په ټولو یو شان پلی شي.

شينکۍ کړوخېل
شينکۍ کړوخېل

مېرمن کړوخېل زياتوي: "د موټرو فلمونه پاکول یو ښه او مثبت اقدام دی، له بده‌مرغه عملي کېږي نه، همېشه نمایشي وي، هغه کسان چې په اختطاف، قاچاق او نورو جرمونو کې لاس لري، پولیس‌یې د موټرو ښیښې نه‌شي سپینولای، دا ځل تمه لرو چې په رښتیا هم له توپیر پرته ټولې ښیښې سپينې شي."

خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، دا کمپاین له تېرو کمپاینونو سره متفاوت دی.

ښاغلی فرامرز وايي: "دا چې خلک اندېښنه لري چې جدي نه‌نیول کېږي، دا ځل د حکومت ارادې جدي دي او متفاوت تعقیبېږي، هغه دکانونه چې د ښیښو فلمونه پلوري، هغوی ته خبرداری ورکړل شوی، دا په دوامداره توګه مخکې وړل کېږي، تر‌ اوسه د شااوخوا ۳۰۰ وسایطو ښیښې سپینې شوي او دغه کمپاین جدي روان دی."

فردوس فرامرز
فردوس فرامرز

ښاغلی فرامرز وايي، پولیسو ته هر ډول موټر چې پر مخه ورغلی دوی یې له توپیر پرته ښیښې سپینې کړي او چا ورسره مقاومت هم نه‌دی کړی.

د کابل امنیه قوماندانۍ د دې کار لپاره له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ګډو ځواکونو قوماندانۍ رامنځته کړې چې له پولیسو سربېره په‌کې د ملي امنیت او ملي اردو سرتېري هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG