د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

'کابل کې غلاوو سوداګریزه راکړه ورکړه ۶۰ سلنه کمه کړې'


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د خونو فدارسیون وايي، په کابل ښار کې د شوکو او غلاوو له امله په سوداګریزه راکړه ورکړه کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی.

د افغانستان د خونو فدارسیون وايي، چې په کابل ښار کې وسله والو غلاوو او شوکو سوداګریزه راکړه ورکړه له جدي ننګونو سره مخ کړې ده.

د دې فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، د غلو له وېرې دو کانداران او نور بېلابېل کاروباریان سهار ناوخته او د مازدیګر وختي کورونو ته ځي، چې دې چارې سوداګرۍ اغېزمنه کړې.

هغه زیاته کړه: "د وخت له لحاظه څلور پنځه ساعت وخت را کم شوی، په ټولیز ډول د سوداګرۍ په عرصه کې شپېته فیصده کمښت راغلی، داسې معلومېږي، چې په ګمرکونو کې عواید له منځه تللي."

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

ښاغلي الکوزی زیاتوي، چې وسله وال غله دوکانونو او سترو مارکېټونو ته ننوځي، خلک لوټي او که چا ورسره مقاومت وکړ، ان وژني یې.

د کابل یو شمېر دوکانداران وايي، چې د غلو له وېرې سهار وختي کار ته نه شي تلای او مازدیګر وختي کورنو ته ستنېږي، چې ورسره یې کاروبار زیانمن شوی.

یو تن دوکاندار وویل: "عتیق الله یم په میوند جاده کې مې دوکان دی، سهار وختي کار ته نه شو راتلای، د شپې وختي کور ته تښتو، خلک هم له وېرې ځانونه کورنو ته رسوي، کار او بار کم شوی."

یو بل دوکاندار وايي: "عبدالرشید یم د کابل په منډي کې کارو بار لرم، وروستیو غلاوو او شوکو د ټولو ښاریانو په کار ناوړه اغېز کړی، یو کس له بله وېرېږي، موبایل په ښکاره نه شې را باسلای، ټول کارونه ورسره زیانمن شوي."

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د جرمونو له ډېرېدو سره، د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل امینت مسوولیت پر غاړه اخیستی.

امرالله صالح
امرالله صالح

ښاغلي صالح تازه په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې جرایمو د کمولو لپاره ټول کابل ښار تر استخباراتي پوښښ لاندې راغلی دی.

د کابل امنیه قومنداني وايي، چې په کابل ښار کې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د بېلابېلو جنايي پېښو په تړاو ۳۵ تورن کسان نیول شوي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فرامرز ازادي راډيو ته وویل، چې د امنیتي تړون( امنیتي میثاق) په چوکاټ کې، جرمي شبکو او هغه کسان چې په جرمونو کې ښکېل دي جدي مبارزه روانه ده.

XS
SM
MD
LG