د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

کابل کې د ناامنیو د زیاتوالي په اړه غبرګونونه؛ 'پیسې مې واخله، خو ژوند مې نه'


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

کابل ښار اندېښنو پر سر اخیستی او د ټولنیزو شبکو کاروونکو له غلو سره د خبرو کمپاین پیل کړی دی.

د کمپاین نوم دی «پولم را بګیر، جانم را نه» یعنې پیسې مې واخله، خو ژوند مې نه، د دغه کمپاین خطاب هغو شوکمارو ته دی چې غواړي هم شوکې وکړي او هم خلک ووژني.

د دغه کمپاین ګډونوال له غلو غواړي چې د خلکو د پیسو په اخیستلو بسنه وکړي او وژنه دې نه‌کوي. د کمپاین یو شمېر تنظیموونکي وايي، د کمپاین هدف، له پولیسو نه د خلکو ناهیلي ده.

فیصل محبت ازادي رادیو ته وویل، خلک د دغه کمپاین ملاتړ کوي: "مال مرا بګیر، جانم را نه» کمپاین د «کابل امن نیست » د کمپاین په دوام پیل شوی، غله د پولیسو له همکارۍ پرته غلا نه‌شي کولای. که زه اوس یو پست وکړم، تر ۴۰ زیات کسان‌یې شریکوي، دا په دې معنی ده چې خلک زیانمن شوي او دغه کمپاین ورته په زړه پوری دی."

د «کابل امن نیست» (کابل امن نه‌دی) کمپاین په تېر ژمي کې په ټولنیزو شبکو کې پیل شوی و چې حکومت ورپسې له جنايي جرمونو سره د مبارزې لپاره، د میثاق امنیتي پروګرام پیل کړ.

تازه کمپاین وايي، خلک د حکومت له دغه پروګرامه راضي نه‌دي.

یو له دغو کارکوونکو لیکلي، "درنو غلو! تاسې د کابل له سیمه‌ییز حکومت نه غښتلي یاست، نو اړ یو چې درنه هیله وکړو، کله چې مو زما پیسې او موبایل واخیست، مه مې وژنئ".

په ورته وخت کې د کابل یو شمېر اوسېدونکو ازادي رادیو ته وویل، امنیتي ځواکونه د ښار د امنیت د تأمینولو وس نه‌لري.

امید او شېر افغان وايي: "څه موده مخکې مې غلو له دکانه پیسې غلا کړې، هر څومره چیغې چې مې وکړې، ځای یې ونه‌نیو، پولیسو هم قضیه سرسري وګڼله او تر اوسه مې ستونزې ته رسېدنه نه‌ده شوې."

"په کابل کې په رښتیا سره ستونزې ډېرې شوي، په رڼا ورځ موبایل غلا کوي، خلک ګواښي، هېڅ پوښتنه نه‌شته، پولیس هم له خلکو سره همکاري نه‌کوي."

خو د کابل پولیسو مسؤلین دغه کمپاین د امنیتي ځواکونو پر ضد منفي تبلیغات ګڼي.

د کابل پولیسو د مطبوعاتو مسؤل بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي ستونزو حل کول او له اخلال کوونکو سره مبارزه په شدت روانه ده.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "د امنیتي او دفاعی ځواکونو منسوبینو او په تېره د کابل امنیتي ټیم، په تېرو څو ورځو کې ښې لاسته راوړنې درلودې، په تېرو ۷۲ ساعتونو کې مو ۲۶ تورن کسان د بېلابېلو قضیو په تړاو په ناحیو او ولسوالیو کې نیولي او د قانون منګلو ته مو سپارلي دي."

بصیر مجاهد
بصیر مجاهد

د کابل پولیسو د جنايي څېړنو رئيس ارین فیضي هم ازادي رادیو ته وویل، پولیس د جنایي جرمونو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د خلکو په مرسته ښې لاسته راوړنې لرو.

XS
SM
MD
LG