د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

کابل کې د وروستیو ترورېستي حملو د یوه تورن نیولو لپاره جایزه ټاکل شوې


په عماد مشهور غورځنګ
په عماد مشهور غورځنګ

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د غورځنګ مشهور په عماد چې په کابل ښار کې د وروستیو پلان شویو ترورېستي حملو عامل ګڼل شوی، د نیولو لپاره ۷۰۰ زره افغانۍ جایزه ټاکلې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین ازادي رادیوته وویل، غورځنګ د کابل ښار د ۵مې حوزې د ترورېستي حملو مسؤل او د پولیسو تر څار لاندې دی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۱۴» وايي، هر څوک چې د غورځنګ په نیولو کې مرسته وکړي، دغه جایزه به خپله کړي.

د کورنیو چارو وزارت طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت طارق ارین

هغه زیاته کړه: "د کابل ښار په پنځمه حوزه کې مو د ترور ځیني موارد درلودل چې یو شمېر مو په دې تړاو مخکې ونیول. د دغو ترورېستانو نه یو غورځنګ مشهور په عماد دی چې په وروستیو ترهګرو فعالیتونو کې لاس لري، د ده د نیولو لپاره مو ۷۰۰ زره افغانۍ اعلان کړي."

ښاغلی ارین وايي، غورځنګ د پنځمې حوزې د پولیسو او عامو خلکو په ترور کې لاس لري او هر څوک چې د ده په نیولو کې مرسته وکړي، هویت به‌يې پټ وساتل شي.

د ده په خبره د کورنیو چارو وزارت د مجرمانو د نیولو او جرمونو د کموالي په هدف یو لړ اقدامات کړي چې نتیجه‌یې مثبته وه.

که څه هم ښاغلي ارین د دغو اقداماتو په اړه جزئیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل دوی به دغه کار د کابل ښار په نورو سیمو کې هم پلی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کابل ښاریان وايي، د جرمونو زیاتېدو تنګ کړي دي.

محمد نسیم او غلام حسن وايي: "اندېښنې مو ورځ په ورځ ډېرېږي، زموږ په سیمه کې یې درې امنیتي کارکوونکي ووژل، د خلکو موبايلونه غلا کوي، خو پر وړاندې یې هېڅ اقدام نه‌کېږي، روان وضعیت اندېښمن کړي یو. شپه او ورځ په کراره نه‌شو تېرولی."

دوی امنیتي حوزې له غلو او شوکمارو سره په لاس لرلو تورنوي او هیله‌مند نه‌دي چې دغه ستونزه به حل شي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر پوهان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا د مجرمانو د نیولو لپاره د جایزو ټاکل، مؤثر نه‌ګڼي.

عتیق‌الله امرخېل
عتیق‌الله امرخېل

د چارو پوه عتیق‌الله امرخېل وايي، دا کړنلاره په غربي هېوادونو کې مؤثره، خو په افغانستان کې ګټوره نه‌ده.

ده وویل: "هېڅوک نه‌حاضرېږي چې په دې برخه کې همکاري وکړي، خلک له غلو او ترهګرو ډارېږي، ځکه زورواکي د غلو ملاتړ کوي. خلک ټول غله پېژني، خو همکاري نه‌شي کولای."

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر وايي، د خلکو او دولت ترمنځ لازم باور نه‌شته او خلک له حکومت سره له همکارۍ ډارېږي.

دی وايي، د دغه ستونزې د حل لپاره حکومت باید د پولیسو په تشکیلاتو کې اصلاحات راولي او مجرمین مجازات کړي.

XS
SM
MD
LG