د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

د افغانستان صرافانو کاري اعتصاب وکړ


د افغانستان شهزاده سرای مخ ته اعتراضیه غونډه
د افغانستان شهزاده سرای مخ ته اعتراضیه غونډه

اختطاف، قتل او ګواښونو افغان صرافان کار بندیز ته اړ کړل. دوی وايي حکومت‌یې د سر او مال امنیت ته پام نه‌کوي.

د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا د بلخ ولایت د صرافانو د اتحادیې د رئیس د اختطاف په غبرګون کې په ټول افغانستان کې کاري اعتصاب پيل کړی.

د دغې شورا مشر میر افغان صافي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۳» کابل کې د صرافانو د کار بندیز د پیل پر مهال له حکومت د صرافانو د امنیت غوښتنه وکړه او ویې‌ویل تر هغې چې د افغان صرافانو سر او مال نه‌وي خوندي شوی کار بندیز ته به دوام ورکړي.

ښاغلی صافی زیاتوي: "ایا د کار او خدمت په مقابل کې همدا انعام دی چې موږ ووژل شو، اختطاف شو، پیسې مو غله یوسي، نو موږ په حکومت غږ دا دی چې زموږ د صرافانو ځان او مال خوندي کولو ته دې جدي پام وکړي."

میر افغان صافی
میر افغان صافی

ښاغلی صافی وايي چې په تېره یوه میاشت کې ۲۵ صرافان یا وژل شوي، یا اختطاف، ګواښل شوي او یا یې هم پیسې غلا شوې دي.

په وروستۍ پېښه کې چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ رامنځته شوه د بلخ ولایت د صرافانو د اتحادیې رئیس عبدالقیوم رحیمي د نامعلومو کسانو له لوري اختطاف شو، له دې نږدې ۱۰ ورځې وړاندې په کابل کې د امین‌الله هزاربوز په نوم د یو صراف وژل د صرافانو غبرګونونه زیات کړل.

تر ډېره په افغانستان کې بانکي خدمتونه په لویو ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو پورې محدود دي چې په لیرې پرتو سیمو کې صرافي د پیسو د لېږد او رالېږد ښه وسیله ده.

د صرافانو په وینا په ورځني ډول په صرافیانو کې میلیونونه ډالره ښکته پورته کېږي، خو که چېرې یو ورځ صرافیانې بندې شي، په خپله صرافانو، عامو خلکو او کاروباریانو ته دوه میلیونه ډالره زیان رسېږي.

د اقتصادي چارو پوه وحیدالله غازي‌خېل وايي، د صرافانو د کار بندیز زیان تر ډېره عامو خلکو ته رسېږي.

وحیدالله غازي‌خېل
وحیدالله غازي‌خېل

ښاغلی غازي‌خېل وویل: "زیان‌یي تر ډېره عامو خلکو ته رسېږي، په افغانستان کې بانکي سیستم پراخ نه‌دی، دلته د حوالو خبره ده، بل دلته د نرخونو خبره ده چې د ډالر نرخ تعینېږي، دغه نرخونه بیا په خوراکي توکو زیات تأثیر لري، دا که یوه ورځ هم بندېږي، خلکو ته‌یې میلیونونه افغانۍ زیان رسېږي."

د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا وايي، په تېر یو نیم کال کې د ناامنیو له امله ۶۰ لویو صرافانو خپله پانګه له افغانستان ایستلې او په ترکیه، ازبکستان، متحده عربي اماراتو او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې پانګونه کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ملي پانګه‌والو امنیت ورته لومړیتوب لري.

طارق ارین
طارق ارین

د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استولي وېډیویي پیغام کې وايي: "موږ له خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د صرافانو له اتحادیې سره نږدې په اړیکه کې یو، په مزار شریف کې د اختطاف وروستۍ موضوع د پولیسو تر کشفي کار لاندې ده، ډاډ ورکوو چې د ملي سوداګرو او پانګه‌والو د امنیت ټینګښت، موږ ته لومړیتوب لري او په دې برخه کې به هړ اړخیزې هلې ځلې ترسره کېږي."

د افغانستان د صرافانو د سرتاسري شورا مرستیال ازادي راډیو ته وویل چې په ټول افغانستان کې شااوخوا څلور زره صرافان رسمي جوازونه لري چې له دوی سره نږدې ۱۵ زره کسان په کارونو بوخت دي.

حاجي دادګل حضرت‌زی وايي هغه صرفان چې رسمي جواز لیکونه لري او مرکز او ولایتونو کې په کارونو مصروف دي، شمېر یې له دوه‌نیم لکو اوړي.

XS
SM
MD
LG