د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

له ۳ ورځو راهیسې د خوست صرافۍ د اعتراض په بڼه بندې دي


په خوست کې بندې صرافۍ
په خوست کې بندې صرافۍ

په خوست ښار کې له درېیو ورځو راهیسې د صرافیو دوکانونه د اعتراض په بڼه بند دي چې مراجعین يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

صرافان وايي چې دوی ته د افغانستان بانک ځايي نماینده‌ګۍ د صرافیو د خدمتونو په خاطر نوې لایحه ورکړې چې ۲۳ موارد په‌کې دي او لاس په لاس د ټولو مواردو پلي کیدو ته شرایط نه‌دي برابر ، نو تر هغه چې حکومت يې غوښتنې ونه مني، صرافۍ نه پرانیزي.

دوی زیاتوي، حکومت دې د صرافیو نوي شرایط په تدریجي او مرحله واره توګه پلي کړي، ځکه په‌دې ولایت کې د صرافیو د خدمتونو لپاره هغه شرایط نه‌دي برابر کړي چې په کابل او نورو لویو ښارونو کې موجود دي.

نن د سې شنبې په ورځ د خوست د صرافانو د اتحاديې مشر شهزاد خان ازادي راډیو ته د صرافانو د اعتراض په اړه وویل، پخوا په خوست کې صرافیو حتی رسمي جوازونه نه درلودل، دوی د حکومت له مالیاتو سره بلد نه وو، خو په تدریج سره ټولو قانوني شرایطو سره عیار شول او دا شرایط به هم په تدریج سره ومني.

د خوست د صرافیو مارکیټونه او دوکانونه تړلي دي
د خوست د صرافیو مارکیټونه او دوکانونه تړلي دي

دی وايي، صرافانو سره ځیني سوداګر او خلک د لنډې مودې لپاره په‌دې شرط پیسې امانت ږدي چې راز يې پټ وساتل شي او د اړتیا پر مهال يې په اسانۍ سره ترلاسه کړي.

د صرافانو د اتحادیې مشر زیاتوي، اکثره خلک د ورځې د موټرو د اخېستو او خرڅولو یا نوُمرو د خرڅولو سوداوې کوي، پیسې کلیو او ولسوالیو ته نشي وړلی، نو صرافانو سره يې ږدي.

د خوست یو بل صراف حاجي نادرشاه هم ورته ستونزه یادوي او وايي چې افغانستان بانک دوی ته د حوالو د اجراء او پیسو د جمع کولو اجازه نه ورکوي، خو صرافان باید د خلکو د مشروع او قانوني پيسو د حوالې او جمع کولو واک ولري.

د ده په وینا که صرافۍ کوم مشتري ته حواله کوي، نو د هغې بشپړه پېژندنه لیکي، تر څو په راتلونکي کې حکومت ته ستونزه نه‌وي پیدا شوي.

بل لوري ته خوست ښاریان هم د صرافانو د بندیدو له کبله د ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د صرافانو مشران د رسنیو پوښتنې ځوابوي
د صرافانو مشران د رسنیو پوښتنې ځوابوي

دوی وايي چې ځیني کسان لاس په لاس د پیسو بدلولو ته اړتیا لري، یا د صرافیو سره يې نغدې پیسې بندې دي او ځینو ته هم له بېلابېلو ځایونو په‌دې لاره پیسې راځي او هغوی ورته عاجله اړتیا لري.

ښاریان له صرافانو او حکومت غواړي چې یادې ستونزې ته څومره ژر چې کېږي حل لاره پیدا کړي.

ومو غوښتل، په‌دې باب په خوست کې د افغانستان بانک څانګې د مسوولینو نظر او ځواب واورو، خو هغوی د نظر ورکولو ته حاضر نشول.

دوی ویل چې د افغانستان بانک د اړوندو مسایلو په باب د نظر ورکولو صلاحیت د دوی له مرکزي دفتر سره دی.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG