د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

ښاریان: د افغانیو پر وړاندې د ډالرو لوړوالي د توکو پر بیو قیامت راوستی


آرشیف/ یو تن افغان صراف /Jalil Ahmad
آرشیف/ یو تن افغان صراف /Jalil Ahmad

د کابل یو شمېر اوسیدونکي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې له لوړوالي او په خوراکي او غیر خوراکي موادو یې له مستقیمې اغېزې شکایت کوي.

دوی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی ثابت عاید لري او د اړتیا وړ توکو د پېرېدلو توان نه‌لري.

د کابل ښار یو اوسیدونکی محمد رحمان وایي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو د لوړېدو له امله د خوراکي موادو بیې لوړې شوي دي:

"بیخي قیامت شوی، سل ډالر ۸۱۰۰ افغانیو ته رسېدلی، په‌داسې شرایطو کې په افغانستان کې ژوند کول ګران دي، مخکې له دې یوه بورۍ اوړه په ۱۲۰۰ افغانۍ وو، خو اوس د ډالرو د لوړېدو له امله، ۱۵۰۰ افغانیو ته پورته شوې."

د کابل ښار یوه بله اوسیدونکې زهره چې د ۵ اولادنو مور ده او د خپل کور د خرڅ یوازینۍ ګټونکې ده وايي، په خپل ثابت عاید نه‌‌شي کولی چې د اولادونو د اړتیا وړ مواد برابر کړي.

د کابل ښار منډوي
د کابل ښار منډوي

دی زیاتوي:

"ډېر مواد له بهره نه راځي، خو کله چې پوښتنه کوو چې ولې دومره ګران دي، دکانداران وایي، ډالر پورته شوي، زه ډېره خواشینې شوم. اختر نږدې دی، خپلو اولادونو ته د کالیو د اخېستو توان نه‌لرم. پیرېدلو ته راغلې وم، خو د ګرانۍ له امله مې هېڅ وانه خېستلی شول."

د کابل اوسیدونکي له دولته غواړي چې د ډالرو د بیو ټیټولو او د موادو د بیو څارلو ته اقدام وکړي.

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت کمېدو او بې ثباتۍ، د خلکو پر اقتصادي وضعیت ناوړه اثر کړی، په تيره د روژې په میاشت کې.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو د لوړېدو په اړه یوازې عام خلک نه بلکې، دکانداران هم شکایت کوي او وايي، دغې ستونزې د دوی په پلورلو او عوایدو هم منفي اثر کړی دی.

د کابل ښار د نادر پښتون د واټ دکاندار فردوس سلطاني وايي:

"د ډالرو د بیو لوړېدو زموږ پر خرڅلاو هم اثر کړی. مخکې به سل ډالره له ۷۵۰۰ افغانیو خو اوس له ۸۱۰۰ افغانیو سره تبادله کېږي. دغې مسئلې زموږ پر خرڅلاو منفي اثر کړی او پلورل مو کم شوي دي."

دا اندیښې په‌داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د سل ډالرو بیه له ۷۵۰۰ افغانیو نه ۸۱۰۰ افغانیو ته پورته شوه.

په ورته وخت کې د کابل ښار ځینې صرافان هم د افغانیو پر واندې د ډالرو د بیو لوړېدل د اندیښنې وړ ګڼي او وايي، سره له دې چې مرکزي بانک په اوونۍ کې درې ځلي ډالر په بازار کې لیلاموي، خو د ډالرو د بیې پر ټیتېدو یې اثر نه لیدل کېږي.

د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور وايي، دغه بانک د شنبې په ورځ ۴۰ میلیونه ډالره لیلاموي او دغه مسئله به د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو پر ټیټیدو مستقم اثر پرې باسي.

د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور
د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور

دی زیاتوي:

"د شنبې په ورځ د ۴۰ میلیونو امریکايي دالرو په لیلام کې صرافان برخه اخلي او دا مسئله ډېر تأثیر لري، ځکه په هره اندازه چې د افغانستان په بازارونو کې ډالر لیلاموي او په مقابل کې یې هغو افغانیو ته چې اړتیا وي راټولوي. دا به پر مارکیټ ښه اثر وکړي."

ښاغلی هاشور وايي، دغه بانک د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د خوندیتوب لپاره په اوونۍ کې درې ځلي بهرني اسعار لیلاموي چې د ده په خبره په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۷۰ میلیونه ډالره د افغانستان بانک له‌خوا، بازار ته وړاندې شوي دي.

دی واېي، هېواد ته د ایران او پاکستان د پیسو د مخه کولو ستونزې او په هېواد کې سیاسي او امنیتې وضعیت، د بهرنیو اسعارو او په تېره د ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت ناوړه اثر کړی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG