د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۳۸

د کابل ځینې هټیوال او اوسېدونکي: لا هم جنايي جرمونه نه دي کم شوي


ارشیف
ارشیف

په کابل ښار کې ځینې هټیوال او اوسېدونکي لاهم د جنايي جرمونو پر زیاتېدو اندېښنه لري.

یو تن هټیوال وايي: "حالات تغیر نه دي کړي، هر څه د پخوا غوندې دي، موږ د سهار ۸ بجې راځو او ماښام ۵ بجې خپل دوکانونه بندوو، موږ حتی نشو کولای چې تر ۷ بجو پورې خپل دوکانونه خلاص پرېږدو، د دې لپاره چې حالت ډېر خراب دی، غله راځي لوڅه یې دې، تېره شپه له همدغه ځایه یو مسافر مزار ته تله، غلو یې مخه ونیوله او ټولې پیسې او ټیلیفونونه ترې واخسته او ښه یې ووهه."

دغه راز د کابل ښار یوه اوسېدونکي وویل: "په تېره یوه اونۍ کې هېڅ تغیرات نه دي راغلي، که میاشت وروسته تغیرات راشي څه نشو ویلای، اوس هم د پخوا په څېر حالت بد دی، غله چې په هر رقم یې زور ورسېږي خلکو نه شیان اخلي، که په موټر کې یې، پیاده یې، دوکان کې یې، هر چېرته وي ډبوي یې او ټول شیان ترې اخلي."

دوی له افغان حکومت په ځانګړي ډول اړوندو بنسټونو څخه په دې برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.

اونۍ وړاندې له هغې وروسته چې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو د لوړ ګراف په اړه د خلکو شکایتونه ډېر شول او په دې اړه په خواله رسنیو کې کمپاین پیل شو، د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح ددې چارې د کابو کولو لپاره د کابل ښار د امنیت د ټینګښت مسئولیت د څو اونیو لپاره پر خپل غاړه واخیست.

نوموړي نن شنبه هم په خپل فیسبوک پاڼه په یو پوسټ کې د خپلو اقداماتو په دوام لیکلي چې د کابل د ټولو جوماتونو ملا امامانو د الکهولي او نشي موادو د مخنیوي لپاره د پولیسو سره اوږه په اوږه همکارۍ ته مټي بډ وهلي.

هغه لیکلي د مظنونینو د انځورونو نښلول د کابل ښار په یو شمېر واټونو کې دوام لري او خلکو په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره لازمه همکاري کړې.

نوموړي همداراز لیکلي چې د ښاري نظم لپاره ټول انظباتي ګروپونه سر له نن څخه لاس په کار شوي دي.

دغه راز د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي، په کابل کې تازه امنیتي اقدامات ګټور ثابت شوي دي.

د امر اله صالح د دفتر ویاند رضوان مراد ازادۍ راډیو ته وویل، په پلازمېنه کابل کې د مشکوکو کسانو د عکسونو تر خپرېدو وروسته اتلسو مطلوبو کسانو له امنیتي ارګانونو سره تماس نیولی.

هغه زیاته کړه: "یو شمېر یې ځانونه پولیسو ته سپارلي، په بېلابېلو حوزو کې ځینو یې له بېلابېلو لارو تماس نیولی او ویلي یې دي دوی چمتو دي ځانونه وسپاري، له پولیسو سره د خپلو ډلو-ټپلو او ملګرو نومونه شریک کړي، په دې شرط چې دوی وبخښل شي یا یې نومونه له لیستونو لیرې کړای شي."

ښاغلي مراد وویل، د مشکوکو کسانو دغه عکسونه د امنیتي میثاق د پروګرام له لارې د پولیسو په همکارۍ خپاره شوي او ټول حقوقي اړخونه یې په پام کې نیول شوي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د کابل ښاریانو څرګندونو په خلاف وايي، له تیرې یوې اونۍ راهیسې د جنايي جرمونو په ګراف کې د پام وړ کموالی راغلی.

ددې وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې د جنايي جرمونو ورستي ارقام وړاندې کړي.

طارق ارین
طارق ارین

هغه زیاتوي: "په ورستیو کې د جنايي جرمونو کچه کمه شوې، موږ په تېره اونۍ کې جنايي پېښې درلودې چې په تور یې ۵۹ کسان نیول شوي، له تېرو دوه ورځو راهیسې شاوخوا ۲۰ زره انځورونه چې د مجرمینو دي د کابل ښار په واټونو کې یې نښلول پیل شوي او دغه لړۍ دوام لري، زموږ اراده د مجرمینو د نیول کېدو په برخه کې جدي ده."

ښاغلی ارین وايي، روانې هڅې به نورې هم ګړندۍ شي او د مجرمینو لمن به ډېر ژر د کابل په ښار کې ټوله شي.

XS
SM
MD
LG