د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

امرالله صالح: د کابل په واټونو کې د مجرمینو او فراریانو تصویرونه راځړول کېږي


د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح
د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح

د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل د امنیتي تدابیرو د سپارل کېدو وروسته، هغه د خپلو پرېکړو په لړ کې، د کابل په واټونو کې د مجرمینو او هغو کسانو چې د فراریانو په نوملړ کې دي او دولت‌یې د نیولو هڅه کوي، د تصویرونو د راځړولو پرېکړه کړې.

د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح د چهارشنبې په ورځ په خپله رسمي فېس‌بوک‌پاڼه لیکلي: "د مجرمینو او فراریانو انځورونه به د کابل ښار څنډو کې وځړوي، څو خلک‌یې وپېژني یا هم دوی خپله د خلکو له وېرې تسلیم او یا هم اصلاح شي."

تازه د ښاغلي صالح د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۰۱» وايي، د کابل پر واټونو د مجرمینو د تصویرونو راځړول به جرایم راکم او همدا ډول د دې کسانو د پېژندلو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: "د ښار په مهمو ځایونو یا دا چې تقریبا هره برخه کې د هغو مجرمینو تصویرونه لګول کېږي چې له قانون څخه فراري دي او یا پرې دعوه ده چې قتل یې کړی او یا یې له زور څخه ګټه پورته کړې ده."

رضوان مراد
رضوان مراد

څه کم یوه اوونۍ کېږي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني خپل لومړي مرستیال ته د کابل ښار امنیتي چارې سپارلي.

ښاغلي صالح تر دې دمه د بې‌اسنادو موټرو ثبت او ضبط، د هغو ودانیو ورانول چې قانوني نه‌دي یا هم پر غصب شویو جایدادونو ابادې شوي، پر واټونو د سوالګرو پر درېدو د بندیز او د هغو پولیسو نیولو برخه کې اقدامات کړي چې له غلو او مجرمینو سره‌یې لاس درلود.

ښاغلي صالح د خپلو کارونو په دوام نن سهار په خپله رسمي فېس‌بوک‌پاڼه ولیکل: "د کابل قره‌باغ ولسوالۍ او پروان ولایت هغه ځایونه به محاصره شي چې هلته له کابل غلا شوي موټرونه د رنګ له بدلېدو وروسته، پلورل کېږي."

خو د مجرمینو پر وړاندې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح نوي ګام د یو شمېر غبرګونونه راپورته کړي دي.

حقوق پوهې او د کابل پوهنتون استادې شهلا فرید ازادي راډیو ته وویل، د محکمې له حکم پرته، د مجرمینو هویت بربنډ کول د قانون خلاف کړنه ده.

شهلا فرید زیاته کړه: "لومړی مرستیال که هر صلاحیت لري او مجرمین نیسي، خو تر هغې چې د محکمې حکم نه‌وي، د دوی نوم او تصویر نه‌شي نشرولای، دا کار یې د اساسي قانون او د بشر حقونو نړیوالې اعلامیې او د جزا کوډ سره په ټکر کې دی."

خو د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر بیا وايي، د مجرمینو پر وړاندې یې دا کار له قانون سره هېڅ په ټکر کې نه‌دی.

ارشیف، ځیني نیول شوي کسان
ارشیف، ځیني نیول شوي کسان

همداراز د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم په خپلو تازه څرګندونو کې د امنیت له ټینګښت ملاتړ کړی، خو ویلي یې دي چې د مجرمینو سره برخورد کې باید انساني کرامت او د بشر حقونو نړیوالې اعلامیې ته پام وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو او پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د جرایمو سره د مبارزې برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې او په لوړ شمېر ترهګر او غلا له‌منځه وړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG