د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د ګرځندوی نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د ګرځندوی وضعیت څنګه دی؟


بند امیر کې کورني ګرځندویان
بند امیر کې کورني ګرځندویان

نن د سېپټېمبر۲۷ مه د ګرځندوی له نړیوالې ورځې سمه ده.

افغان چارواکي وايي، سره له دې چې په هېواد کې ناامني روانه ده او د کرونا ویروس د خپرېدو خطر لا په بشپړه توګه له منځه نه دی تللي خو بیا هم سیلانیان د هېواد د بېلابېلو توریستي سیمو لیدو ته ورځي.

د افغانستان د توریزم د تصدۍ مسئولین وايي، سره له دې چې په افغانستان کې ناامني ده او د کرونا ویروس د خپرېدو بشپړه مخه لا نه ده نیول شوې، خو بیا هم سیلانیان غواړي د هېواد توریستي سیمې وویني.

د افغانستان د توریزم د تصدۍ ريیس فردین ضیايي ازادي راډیو ته وویل، په روانو حالاتو کې بدخشان، بامیان او نورستان د افغانستان هغه سیمې دي چې د سږکال له پیل راهیسې په لسګونو زره سیلانیان ورغلي اوتوریستي سیمې یې لیدلي دي.

هغه زیاته کړه: "په خواشینۍ سره چې کویډ۱۹د هېواد ډېری سکټورونه شل کړل خو موږ وکړای شول عواید ترلاسه کړو، اوس د توریزم وضعیت ښه دی، کوم کلنی پلان چې موږ ته راکړل شوی موږ تراوسه ۵۰-۶۰ سلنه لاسته راوړی دی، د کال تر پایه پورې انشاءالله د عوایدو پلان بشپړو، ځکه چې لېوالتیا ورته ډېره ده، په کومو ولایتونو کې امینت ښه دی، کورني سیلانیان ډېر ورځي."

ښاغلي ضیايي دا ونه ویل چې څومره عواید یې راټول کړي او د کال تر پای پورې به څومره نور راټول شي.

د نومړي د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا۱۴۰۰ سیمې شته چې د تاریخي، فرهنګي او د جغرافیايي موقعیت له اړخه د سیلانیانو پام ورګرځي خو اوس بدخشان، بامیان او نورستان هغه توریستي سیمې دي چې ډېری کورني سیلانیان ورمات دي.

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فضل الحق خالقیار ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې په دغه ولایت کې د سیلانیانو لپاره د اوسېدو لازمې اسانتیاوې نشته خو بیا هم سږ کال د تېر کال په پرتله په زرګونو زیات سیلانیان دغه ولایت ته ورغلي دي.

نورستان ولایت
نورستان ولایت

هغه زیاته کړه: "سږ کال چې دلته ملي پارک اعلان شوی، له ۲۵۰۰۰ نه تر۳۰۰۰۰ پورې کسان ورغلي، پروسږ کال ۲۰۰۰۰ راغلي وو، پارون ښار ټول ښکلی دی او په واما ولسوالۍ کې د اندرکون باغ چې ۴۰۰۰ جریبه مساحت لري، بل ځای دی چې لیدو ته یې د هېواد له ډېرو ولایتونو نه سیلانیان راځي."

د بامیان ولایت د ګرځندوی رییس سیدرضا کاظمي ازادي راډیو ته وویل، سږکال د بامیانو توریستي سیمو لکه، بندرامیر، بودا، شهرغلغله، چهل برج او داسې نورو ته شاوخوا ۸۰۰۰۰سیالانیان ورغلي دي.

دی په بامیانو ولایت کې د ګرځندوی له صنعته راضي دی وايي، که له خلکو د ناامنیو اندېښنه ورکه شي، باوري دی چې دا شمېره به له دې هم زیاته شي.

بامیان ولایت
بامیان ولایت

د ښاغلي کاظمي په خبره بامیان اوس اوس د سیلانیانو د اوسېدو لپاره لازم امکانات لري.

بدخشان د افغانستان بله توریستي سیمه ده چې هرکال ورته سیلانیان ورځي.

د دغه ولایت د توریزم رییس صدیقي لعل زاد ازادي راډیو ته وویل، د کرونا ویروس د دغه ولایت پر بهرنیو سیلانیانو اغېز کړی خو د کورنیو سیلانیانو پر ورتګ يې ډېر اغېز نه دی کړی.

بدخشان کې ګرځندویان
بدخشان کې ګرځندویان

هغه وویل: "کله چې کرونا راغله او بندرونه په تېره دا چې د تاجکستان پوله وتړل شوه، موضوع لامل شوه چې بهرنی توریست ونه لرو، یوازې دوه بهرني سیلانیان مو درلودل چې واخان ته راغلي وو، حال دا چې مخکې له دې به مو هرکال دوه، درې سوه بهرني سیلانیان لرل."

د ښاغلي لعلزاد په خبره بدخشان اوس شاوخوا ۱۲۰ ثبت شوې توریستي سیمې لري خو دا شمېره د توریستي سیمو شتون ته په کتو کمه ده.

د ده په خبره، د دغه ولایت پنځه شپږ جهیلونه، فرهنګي، تاریخي او طبیعي ځایونه، د تودو اوبو چینې، د وحشي حیوانانو او بېلابېلو الوتونکو ځنګلونه او داسې نور ډېر مشهور دي او که حکومت یا خصوصي سکټور په کې پانګونه وکړي، ډېری بهرني سیلانیان به ورته راشي او د حکومت عواید به هم لوړ کړي.

XS
SM
MD
LG