د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې په هېواد کې د کورنیو سیلانیانو شمېره ډېره شوې ده.
یاد وزارت چې د دوشنبې په ورځ یې د کابل په بابر باغ کې د ګرځندوی نړیواله ورځ ولمانځله وايي چې افغانستان دا مهال له یو نیم سلو ډېر د لیدو وړ ځایونه لري.
زموږ همکار یوسف ځدران د اطلاعاتو فرهنګ وزارت له مرستیال زردشت شمس سره مرکه کړې او د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په پلمه یې پوښتلي چې په افغانستان کې د ګرځندوی وروستی وضعیت څنګه دی؟