د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

لوګر: د میرابدال بابا غر په تفریحي سیمه بدلېږي


د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د خلکو، مدني ټولنو او د ملکي ادارو د مامورینو په مرسته يې کار پیل کړی، تر څو د لوګر د مرکز په لوېدیځ کې د میرابدال بابا غر په تفریحي سیمه بدله کړي.

دوی وايي، لسګونه کاله وړاندې د میرابدال بابا په غره کې به د کنجک پسرلنۍ میلې کېدې، ښایسته ونې يې درلودې، سیورو ته به يې خلک راټولېدل، خو په تېرو نږدې څلورو لسیزو کې د دې غره ونې زیانمنې شوي او له خلکو هغه میلې هم پاتې شوې دي.

د لوګر والي حلیم فدايي ازادي راډیو ته وویل چې د خلکو په مادي او معنوي مرستو به د میرابدال غر په تفریحي ځای بدلوي، تر څو سیلانیان ورته راشي او د لوګر له ښکلي او پاکې هوا نه خوند واخلي.

ښاغلی فدايي زیاتوي:

د لوګر والي حلیم فدايي
د لوګر والي حلیم فدايي

"د ټول میرابدال د غره په ساحه کې به تر ټولو نه ستر، ملي، تاریخي، فرهنګي او عایداتي تفریح ځای جوړوو، تر څو خلک وکولای شي په اسانۍ دلته راشي او د لوګر د دې ښکلې فضاء نه او پاکې هوا نه لذت او خوند واخلي."

د لوګر د ولایتي شورا یو تن غړی حسیب الله ستانکزی وايي، سږ کال يې د تفریح ځای لپاره هغه لومړنۍ کارونه ترسره کړل او پلان لري چې کرار، کرار دا سیمه د زون په کچه په یوې تفریح ځای بدله کړي:

"له پخوا نه د میرابدال بابا د غره سیمه د تفریح ځای دی، زیارت هم په کې شته او ډېر خلک به زیارت لپاره ورتلل، پخوا دې غره ښې ونې درلودې خو د جهاد په وخت کې يې ډېرې ونې له منځه ولاړې، اوس د دې تپۍ په جوړولو کار شروع شو، نهال شاني هم په کې وشوه، موږ غواړو چې د زون په کچه یو تفریحي ځای په کې جوړ کړو."

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې معین محمد واصل بازغ وايي چې دا تفریحي سیمه به د نورو ولایتونو لپاره یوه بېلګه شي، تر څو خلک د نورو له مرستې پرته د هېواد رغونې په بهیر کې برخه واخلي.

دا تفریحي سیمه به د نورو ولایتونو لپاره یوه بېلګه شي
دا تفریحي سیمه به د نورو ولایتونو لپاره یوه بېلګه شي

دی په دې باور دی چې یاد تفریح ځای به پنځه کاله وروسته د سویل ختیز زون د اوسېدونکو لپاره تر ټولو ښکلې او په زړه پورې ځای وي:

"یو ښه او ګټور ګام دی، د دې چاپیریال ښېرازه کول د هېواد د سمسورتیا او ښکلا د ښودنې او نورو سیمو لپاره یوه بېلګه کېدای شي، دا پیغام هم لري چې د افغانستان خلک په خپله کار وکړي او خپل هېواد په خپله جوړ کړي، په دې ځای کې یوه پراخه ساحه تر نقشې لاندې ده، باور لرم چې پنځه کاله وروسته به د کابل، پکتیا، لوګر او خوست خلکو لپاره به یوه ښه تریح ځای وي چې دا یو لوی او ښه خدمت دی."

د لوګر پوهنتون رئیس وحیدالله عبدالرحیمزی وايي، پخوا که چېرې یاد ولایت ته میلمانه ورغلي وای، نو د تفریح لپاره داسې یو مشخص او ښه ځای نه وو، خو د دې تفریح ځای په جوړولو سره به بیا دا پریشاني نه وي.

د تفریح لپاره داسې یو مشخص او ښه ځای نه وو
د تفریح لپاره داسې یو مشخص او ښه ځای نه وو

د یادونې وړ ده چې لوګر د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې شین، زرغون او له خاورو او دوړو پاک طبعیت لري، د لوګر انګور او سنځلې د هېواد په کچه مشهورې دي.

کتونکي په دې باور دي، که چېرې کابل ته څېرمه په دې ولایت کې د پراخو تفریح ځایونو جوړولو ته توجه وشي، نو لېرې نه ده چې د قرغې او پغمان په شان به ډېری هېوادوال د تفریح لپاره لوګر خوښ کړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG