د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

ولسمشر غني: د تورېزم پراختیا د ترورېزم مخه نیسي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تورېزم د صنعت وده او پراختیا د ترورېزم مخه نیسي.

افغان ولسمشر وايي، تورېزم په نړۍ کې د کاروبار تر څنګ د ملتونو او ولسونو تر منځ اړیکې پیاوړې کوي، فرهنګونه غوړوي او د ترورېزم مخه نیسي.

محمد اشرف غني چې د یکشنبې په ورځ‌یې په کابل کې د «تورېزم په وړاندې د ترورېزم ګواښ» تر عنوان لاندې دوه ورځني علمي او څېړنیز سمینار کې وینا کوله ټینګار وکړ چې تورېزم ته دې د ترورېزم ضد وسیلې په توګه وکتل شي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"موږ تورېزم ته د ترورېزم ضد وسیلې په سترګه ګورو، تاسې په دې وغږېدئ چې ترورېزم سېلانیانو ته خنډونه جوړوي، زما برعکس دلته عرض دا دی چې تورېزم د ترورېزم مخه نیسي."

بامیان چې د افغانستان له لرغونو سیمو شمېرل کېږي.
بامیان چې د افغانستان له لرغونو سیمو شمېرل کېږي.

ښاغلی غني زیاتوي د افغانستان طبیعي ښکلا او لرغوني ځایونه یوه پانګه ده او که د تورېزم صنعت وده وکړي، هر کال به د پنځه میلیونه په شااوخوا کې بهرني سیلانیان له افغانستان څخه لیدنه وکړي.

محمد اشرف غني دغه شان وویل چې کورنی تورېزم هېر شوی او ټینګار یې وکړ چې کورنی تورېزم په ملي وحدت کې رغنده رول لرلی شي.

دی وايي، له فرانسوي لرغون‌پوهانو سره هوکړه شوې چې د افغانستان د لرغونو ځایونو نقش چمتو کړي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وايي چې په افغانستان، سیمه او حتی نړۍ کې ترورېستي پېښو د سیلانیتوب صنعت ته زیان رسولی دی.

محمد رسول باوري چې په همدې عملي او څېړنیز سمینار کې چې له افغان پوهانو سربېره د پغمان کلتوري جشن ته له خېبر پښتونخوا څخه راغلو مېلمنو هم ګډون کړی و وویل چې تورېزم په افغانستان او سیمه کې د سیلانیتوب د ودې او پراختیا خنډ ګرخېدلی.

رسول باوري
رسول باوري

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ په هېواد، سیمه او حتی نړۍ کې ترورېستي پېښو د سیلانیتوب صنعت ته پوره زیان رسولی، ترورېستي ناوړه عملونو، زموږ په هېواد او سیمه کې، د سیلانیتوب د ودې او پراختیا خنډ ګرځېدلی، خو بیا هم د سیلانیتوب صنعت د ژوندي ساتلو لپاره یو لړ چارې او فعالیتونه ترسره شوي دي."

که څه هم ښاغلي باوري افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ په اړه کره معلومات ورنه‌کړل، خو ويې‌ویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې یو میلیون افغانانو له مزار، ۷۰۰ زره له قرغې او ۸۰۰ زرو له بابر بڼ څخه لیدنه کړې چې له درکه‌یې ملي بودجې ته ۲۵ میلیونه افغانۍ عاید ورغلی دی.

د کابل بالاحصار هم د افغانستان له لرغونو سیمو شمېرل کېږي.
د کابل بالاحصار هم د افغانستان له لرغونو سیمو شمېرل کېږي.

افغان ولسمشر وایي، افغانستان لکه څنګه چې په زرګونه کلونه د فکر، فرهنګ او تمدن د انتقال او اتصال یو لوی مرکز و، د ده په خبره په راتلونکي کې به هم ان‌شاءالله دغه ځای ولري او ترورېزم به‌یې په هېڅ وجه پر وړاندې خنډ ونه‌ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهوري ریاست شااوخوا دوه میاشتې وړاندې په هېواد کې د ګرځندوی د فرهنګ د پراختیا او ودې لپاره د ګرځندوی په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ او کابل د شنبې په ورځ د پغمان کلتوري جشن شاهد و چې ګڼ شمېر افغانانو او له خېبر پښتونخوا نه راغلو مېلمنو هم په‌کې برخه اخیستې وه.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG