د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

امرالله صالح: ټول کابل ښار تر استخباراتي پوښښ لاندې راغلی


ارشیف
ارشیف

وروسته له هغې چې د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل امنیت مسؤلیت واخیست، وايي د جرایمو د کمولو لپاره ټول کابل ښار تر استخباراتي پوښښ لاندې راغلی دی.

ښاغلي صالح د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۸» په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي د کابل ښار ټولې کوڅې، سرایونه او سیمې تر استخباراتي پوښښ لاندې راغلي او د ناحیو، حوزو او سیمو د لویو او وړو مجرمینو لېستونه هم د حوزو امرینو ته ورکړل شوي چې د اقداماتو لپاره بشپړ اطلاعات لري.

د جمهور رئیس لومړي مرستیال دا هم ویلي، د بې‌سنده موټرو خاوندانو ته دوه میاشتې وخت ورکول کېږي چې خپل اسناد قانوني کړي.

ده همدا شان د قانوني اسنادو له لرلو پرته، د نیمه‌کاره لوړو ودانیو خاوندانو ته خبرداری ورکړی چې تر کار لاندې ودانۍ به‌یې ونړول شي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت په جرمونو کې د سلګونه پولیسو لاس لرل افشاء کړل.

د دغه وزارت د کورني امنیت رئیس داوود حساس د دوشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، د پولیسو دغو مأمورنیو په بېلابېلو جرمونو کې لاس درلود.

ښاغلی حساس زیاتوي: "په ټوله کې ۲،۳۹۳ پولیس او یو شمېر غیر نظامیان چې په جرمونو کې يې له پولیسو سره لاس درلود، نیول شوي او دوسیې یې اړوندو څارنوالیو ته استول شوې دي."

چارواکي وايي نږدې ۱،۱۰۰ یې سږ کال نیول شوي دي.

د ۲،۰۰۰ نیول شویو پولیسو له ډلې يې ۱،۴۰۰ په اداري فساد ۸۲ په وژنو او ۱۵۲ د خلکو په ټپي کولو تورن دي.

همدا شان، ۳۱یې د زنا او لواطت او ۵۴یې د وسله‌والو مخالفینو د نفوذي عواملو په تور نیول شوي دي.

پوښتنه دا ده چې ولې د پولیسو مأمورین پر دغو جرمونو لاس پورې کوي؟

ارشیف، په جنايي جرمونو تورن یو شمېر نیول شوي کسان
ارشیف، په جنايي جرمونو تورن یو شمېر نیول شوي کسان

د امنیتي ځواکونو پخواني افسر محمد زمان ازادي راډیو ته وویل: ​"څو لاملونه لري چې یو یې د پولیسو د تنخواګانو کموالی دی چې میاشتني لګښتونه‌یې نه‌پوره کېږي. یو شمېر پولیس د جرم او مجرم تر اغېز لاندې راځي او بل لامل‌یې سیاسي اختلافات دي چې پر امنیتي او دفاعي بنسټونو اغېز کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د جرمونو له ډېرېدو سره، د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل امینت پر غاړه واخیست.

که څه هم د ښاغلي صالح او د کابل امنیه قوماندانۍ دفترونه په دې اړه چې ایا په دغو دوه ورځو کې جرمونه کم شوي که څنګه؟ څه نه‌وايي، خو د لومړي مرستیال د دفتر د نشراتو رئیس رضوان مراد ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی صالح هڅه کوي چې د امنیتي بنسټونو په همغږۍ، د کابل ښار په امنیت کې ښه‌والی راشي.

XS
SM
MD
LG