د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

مسیر: د شپږو زرو ملکیانو مرګ ژوبله د څه لپاره؟


کابل کې په ځانمرګي برید کې ټپي شوی کس روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي.24oct2020
کابل کې په ځانمرګي برید کې ټپي شوی کس روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي.24oct2020

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د ملګرو ملتونو رپوټ ته په اشارې پوښتنه کړې چې د شپږو زرو ملکیانو مرګ ژوبله د څه لپاره؟

وړاندې راغلي، واقعیت دا دی چې د جګړې دواړو اړخونو په قصدي ډول او په ځینو حالتونو کې په تېروتنه ملکي وګړي وژلي دي، خو بیا یې له خپلو کړنو یو مخ انکار کړی دی.

لېکوال لیکلي، کله چې طالبان له امریکایانو سره تړون کوي، نو بیا خو یې په کور دننه جګړه د توجیه وړ نه ده او د جګړې مشروعیت نه شته.

ورځپاڼې ټينګار کړی، طالبان باید ومني چې جګړه یې نوره له پخواني مشروعیت څخه لوېدلې ده او حکومت هم باید ومني چې طالبان نور نه ماتېدلی شي او نه هم هېرېدلی شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼي هم د ملکي مرګ ژوبلې په اړه لیکلي چې د سولې د خبرو تر پيلېدو وروسته لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړې روانې دي او د ملکي وګړو په مرګ‌ ژوبله کې کموالی نه دی راغلی.

وړاندې د طالبانو هغه ژمنه اخېستل شوې چې راغلي، په لویو ښارونو به بریدونه او تاوتریخوالی کموي خو سرمقاله لیکوونکي لیکلي، د مرګ ژوبلې د کمېدو پرځای ورځ تربلې زیاتېږي چې د رپوټ پر اساس د ملکي تلفاتو تر ټولو لویه برخه طالبان جوړوي.

ورځپاڼې لیکلي،که څه هم طالبانو د یوناما راپور رد کړی خو په وینا یې چې د جګړې د ډګر واقعیت د طالبانو پر خلاف ادعا ثابتوي.

ورځپاڼې خواشینې ښودلې چې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره د سولې په پروسیې د خلکو باور له منځه تللی او هغه هرکلی چې خلکو له دې پروسې کاوه په یو ډول نا هیلې شوي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د میلاد نبي مبارکي ورځې په رارسېدو سره لیکلي، چې سږ کال په افغانستان او نړۍ کې د نبي ص ميلاد په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې اسلامي امت تر سختو شکنجو، استعمار، ظلم، او پردۍ تپل شوې جګړې تر سيوري لاندې قربانۍ ورکوي.

ورځپاڼې ټينګار کړی چې اسلام د سولې، عدالت، برابرۍ، محبوبيت او زړه سوي دين دی، خو په وینا یې چې د دغه دين پيروان په سمه توګه خپل ديني ارزښتونه نه پېژني، همدا ستره ستونزه ده، چې د نړۍ مغرضو او غير اسلامي استخباراتي کړيو ته يې فرصت ورکړی.

لیکوال لیکلي، د نبي ص ښه او غوره نمانځنه په دې کې ده، چې د اسلام اصلي ارزښتونه را برسېره او تر سيوري لاندې يې د برابرۍ او عدالت پر بنسټ سرلوړي ژوندانه لپاره زمينې برابرې کړل شي.

XS
SM
MD
LG