د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

کابل ورځپاڼو د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او دوحه کې د سولې ټکنیو خبرو تبصرې کړي


د کابل یو شمېر ورځپاڼې
د کابل یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د تاوتریخوالي زیاتېدو او په دوحه کې د سولې ټکنیو خبرو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مسؤل هغه طالب جنګیالي یاد کړي چې تازه د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په اساس د افغانستان له زندانونو خوشې شوي دي.

ورځپاڼې ادعا کړې چې طالبانو له امریکا سره شوې هوکړه ماته کړې او جنګیالي یې د جګړې لیکو ته استولي دي.

وړاندې راغلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په اساس طالبان باید په لویو ښارونو کې بریدونه ودروي، خو په وینا یې چې د پاکستان د پوځ په دستور طالبانو لاهم خپلو حملو ته زور ورکړی.

لیکوال د امریکا په سیاستونو هم نیوکه کړې چې پر طالبانو فشار نه‌دی راوستی او دا سبب شوی چې هره ورځ د افغانانو وینې تویې شي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو په تړاو لیکلي چې د دغو خبرو د پيل لپاره پر اصولو او کړنلارې شته اختلاف لا هم نه‌دی حل شوی او ورسره په افغانستان کې جګړه هم ګرمه روانه ده چې سولې ته‌یې ناهیلۍ زېږولې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور،که څه هم تر اوسه د سولې په برخه کې شته ناهیلي دومره نه‌ده چې یو مخ د سولې د خبرو د ماتې تصویر دې ترې واخیستل شي، خو په خبره‌یې دا وېره یو مخ هم د هېرېدو نه‌ده چې خبرې به له ناکامۍ سره مخ شي.

د لیکوال په اند که دا خبرې بریالۍ نه‌شي، نو د کورنۍ جګړې وېره زیاته ده.

مسیر ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، که څه هم طالبان فکر کوي چې له امریکا سره له هوکړې وروسته‌یې په جګړه کې هم نه‌بایلي او حکومت راپرځولی شي، خو دا نه سمه محاسبه ده او نه هم سمه لاره او په وینا یې اړینه ده چې دواړه لوري د سولې لار غوره کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د القاعده شبکې او طالبانو د اړیکو په تړاو لیکلي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

وړاندې د ملګرو ملتونو د چارواکو وروستیو څرګندونو ته اشاره شوې چې د القاعده شبکې رهبران اوس هم په افغانستان کې دي او ایمن‌الظواهري له وسله‌والو طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

ورځپاڼې پر طالبانو نیوکه کړې چې له القاعدې سره اړیکې پالي او دا په داسې حال ده چې له امریکا سره په هوکړه کې یې ژمنه وکړه چې له القاعده سره اړیکې نه‌پالي.

ورځپاڼې ادعا کړې چې طالبان د القاعده شبکې سره اړیکې نه‌پرې کوي او دوی د پاکستان ګټو ته جنګېږي.

XS
SM
MD
LG