د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

هشت صبح: د سولې په خبرو کې چا توافق مات کړی؟


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د وسله‌والو طالبانو له لوري د حملو او تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې، "د سولې په خبرو کې چا توافق مات کړی؟"

ورځپاڼې په تېره یوه اوونۍ کې د وسله‌والو طالبانو حملو زیاتېدو ته په اشارې نیوکه کړې چې طالبانو له امریکا سره شوې هوکړه نه‌ده عملي کړې او په دې سره به د سولې روانې خبرې اترې هم زیانمنې شي.

ورځپاڼې همدارنګه لیکلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو له پیله دا پوښتنه مطرح وه چې طالبان به خپلې ژمنې عملي کړي؟

هشت صبح همدغو اندېښنو ته په پام ټينګار کړی چې طالبان باید لومړی له امریکا سره شوې هوکړه عملي کړي ترڅو روانو خبرو ته زمینه برابره شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې هم په وروستیو څو اوونیو کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه لیکلي چې نږدې په ټولو ولایتونو کې خونړي جنګونه روان دي، خو په وینا یې کله چې له هر لوري وپوښتل شي، مقابل لوری د تاوتریخوالي پر زیاتوالي تورنوي او مسؤلیت نه‌مني.

ورځپاڼې لیکلي ښکېل اړخونه باید د اتهام او تورنولو سیاستونو پرېږدي او نور دې افغانستان د خپلو شومو اهدافو لپاره نه‌ورانوي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره که چېرې اوربند ونه‌شي، نو د خلکو لپاره د جګړې او تاوتریخوالي عاملین معلوم دي او پوښتنه به ترې وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د طالبانو د بريدونو پراخېدو په تړاو لیکنه کړې.

وړاندې راغلي چې طالبانو له امريکا سره د دوحې هوکړې خلاف کړنو ته لاس اچولی او دا مهال‌يې په افغانستان کې د جګړې او بريدونو لړۍ پراخه کړې ده.

سرمقاله کې نیوکه شوې چې اوس طالبانو پر ولايتونو او لويو ښارونو په بريدونو کې له ځان سره بهرنۍ ملېشې او وسله‌وال هم یوځای کړي دي، خو طالبانو په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د سرمقاله لیکونکي په باور،که څه هم متحده ایالاتو طالبانو ته سپارښتنې کړي، خو په وینا یې په دې سپارښتنو نه‌کېږي او په خبره‌یې امريکا بايد تر هر څه اوس ډېر ځان مسؤل وبولي، ځکه د طالبانو له‌خوا جګړه او بريدونه په هېڅ توګه د منلو او زغملو نه‌دي.

XS
SM
MD
LG