د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

کابل ورځپاڼو تر ډېره د سولې خبرو په درشل کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو تبصړې کړي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې خبرو اترو په درشل کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح د سولې خبرو اترو په درشل کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشارې لیکلي چې په روانو جګړو کې د پوځيانو په ګډون ملکیانو ته هم تلفات اوښتي او زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د جګړې شدت ښیي چې د سولې خبرې اترې بن بست ته رسېدلي او طالبانو د دوحې ټولو هوکړو ته شا کړې او د تاوتریخوالي کمېدو ته لېوالتیا نه‌لري.

لیکوال سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازو سفر ته هم اشاره کړې چې پخوا یې داسې هیلې راټوکولې وې چې ممکن د سولې په خبرو کې د پرمختګ او په طالبانو د فشار لامل شي، خو سرمقاله لیکونکي ټينګار کړی چې دغو سفرونو هېڅ نتیجه نه‌ده ورکړې او لاهم جګړه تنده شوې ده.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د غور په مرکز کې وروستۍ چاودنې ته په پام لیکلي، که څه هم طالبانو ویل چې پر لویو ښارونو بریدونه او هلته چاودنې نه‌کوي، خو په وینا یې له بده مرغه د ناامنۍ پېښې يې لا زیاتې کړې دي.

وړاندې د غور د پرونۍ او نورو پېښو تصویرونه زړه بوږنوونکي بلل شوي او په سرمقاله کې لیکل شوي چې د هر افغان زړه په هغو ښځو، ماشومانو او بې‌ګناه کسانو دردېږي چې په هلمند، غور او نورو پېښو کې وژل شوي او بې‌کوره شوي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا سمه ده چې د سولې روانې خبرې د دې پر ځای چې د دواړو اړخونو په خوښه او رضا روانې وي، تر ډېره د امریکا په خوښه او فشار مخ ته ځي، خو چې کله د سولې خبرې وي، نو طبیعي ده چې تاوتریخوالی باید کم شي.

ورځپاڼې همدارنګه ټينګار کړی، په کار ده چې دواړه لوري پر سوله تمرکز وکړي او پرې نه‌ږدي چې لا زیات افغانان د دې جګړې په اور کې وسوځېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم وروستیو جګړو ته په پام لیکلي چې په هېواد کې خونړي بریدونه په داسې حال کې زور اخلي چې په ملي او نړيواله کچه له طالبانو د اوربند يا هم تاوتريخوالي کمولو غوښتنې کېږي او طالبانو هم خپله له امريکا سره د دوحې په تړون کې دا مسئله منلې ده.

لیکوال لیکي چې امريکايي استازي خو څو څو ځله په دې برخه کې طالب استازي ليدلي او ژمنې يې ترې اخيستې دي او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ته‌یې ژمنه ورکړې چې د دوحې د موافقې له ژمنو سره سم به پر ښارونو بريدونه نه‌کوي او تاوتريخوالی به کموي.

ورځپاڼې همدارنګه لیکلي چې له وروستيو يرغلونو د پاکستان او له پاکستان سره د ملګري دښمن اصلي موخه دا ده چې په هلمند کې ګډوډي رامنځته کړي او د ترياکو پراخې کرکېلې ته لاره پرانيزي، ځکه د ترياکو عمده ګټه د هغوی خزانو ته لوېږي، ځکه هلمند د افغان حکومت په لومړيتوب کې دی چې د ترياکو بديل کښتونه او مېوې په‌کې رواج کړي.

XS
SM
MD
LG