د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

خلیلزاد: د سیاسي جوړجاړي لپاره به کړکۍ د تل لپاره پرانیستې نه وي


زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی وایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ زیاته شوې کچه د نه منلو ده.

زلمي خلیلزاد ویلي دا مهال په دغه تاوتریخوالي کې زیات افغانان مري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی وايي، دی ځکه مایوسه شوی چې د جګړو د کمولو له ژمنو سره سره تاوتریخوالی نه دی کم شوی.

زلمي خلیلزاد برايي په خپل ټویټر کې ولیکل، د سیاسي جوړجاړي لپاره به کړکۍ د تل لپاره پرانیستې نه وي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټ کې غوښتنه کړې، چې روانه وینه توییدنه باید بنده شي.

د ښاغلي خلیلزاد د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې د هغه له قوله راغلي چې په افغانستان کې د جګړو اوسنۍ سطحه خورا لوړه شوې ده.

په دوام راغلي: "زیات افغانان مري، ښکېل لوري د تاوتریخوالي کمولو داسې یوې بېړنۍ موافقې ته اړتیا لري، چې د دایمي او هر اړخیز اوربند سبب شي."

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو افغانستان ته د سولې راوستلو موافقه د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې لاسلیک کړه.

طالبانو، د امریکا متحد ایالتونه له دې موافقې په سرغړونه تورن کړی او ویلي یې دي چې امریکايي ځواکونو په هلمند او فراه ولایتونو کې د موافقې خلاف د افغان ځواکونو په ملاتړ هدفمند بریدونه کړي دي.

په تازه مورد کې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ په همداسې یوه حمله کې د طالبانو د ۵ جګړه مارو د وژل کېدو خبر ورکړ، چې په وینا یې د افغان ځواکونو په ملاتړ دا حمله په میدان وردګ ولایت کې شوې ده.

د امریکايي ځواکونو ویاند سني لګیت هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې امریکا دې په دې ډول حملو سره په قطر کې له لاسلیک شوې موافقې سرغړونه کړې وي.

د افغانستان حکومت، ځینو نورو هېوادونو او سازمانونو په وار وار له طالبانو د جګړو د بندولو او اوربند غوښتنه کړې ده.

خو، پرون ازادۍ راډیو ته وویل، دوی خپلې حملې کمې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

دی ادعا کوي چې برعکس، مقابل لوري پر طالبانو خپلې حملې زیاتې کړي، ځکه نو طالبان خپلې دفاع ته مجبوره شوي دي.

په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو هیئتونو د خبرو او کتنو ۴۰ ورځې کېږي، خو دواړه لوري بیا هم د رسمي مذاکرو پر کړنلار نه دي نه سلا شوي.

XS
SM
MD
LG