د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

لسګونه پخواني طالب وسله وال د ماین پاکۍ برخه کې په دنده ګمارل شوي


پخواني طالب جنګیالي د ماین پاکې په موسسه کې په دنده ګمارل شوي.
پخواني طالب جنګیالي د ماین پاکې په موسسه کې په دنده ګمارل شوي.

یوې بریټانوي خیریه موسسې لسګونه پخواني طالب وسله وال د ماین پاکۍ په برخه کې په دنده ګمارلي دي.

ډیلي مېل بریټانوۍ ورځپاڼې د دې کسانو شمېر ۳۵۰ تنه ښودلی چې د هلوټرسټ موسسې له‌خوا په دې خاطر دنده ورکړل شوې، څو بېرته جګړې ته ستانه نه شي.

هغه وسله‌وال چې یو مهال یې جګړې کوله، اوس په ماین پاکولو بوخت دي.

د ماین پاکۍ یوه بریټانیوي خیریه موسسې هلوټرسټ یو شمېر پخواني طالب وسله‌وال د ماین پاکۍ په برخه کې په دنده ګمارلي.

ډیلي میل بریټانوۍ ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د دې کسانو شمېر ۳۵۰ تنه دی او د افغانستان په هغو سیمو کې دنده مخته وړي چې د ماینونو له خطر سره مخ دي.

ډیلي میل د هلو ټرسټ موسسې د اجراییوي مشر جیمز کاوان له قوله لیکلي: "دې شمېر پخوانیو طالب وسله‌والو ته به په میاشتني ډول ۲۳۰ انګلیسي پونډ د معاش په توګه ورکول کېږي."

جیمز کاوان چې یوه وخت په هلمند کې د بریټانیوي عسکرو قوماندان پاتې شوی زیاته کړې، که څه هم د ده د دندې پر مهال ۶۴ بریټانیوي عسکر په هلمند کې ووژل شول، خو اوس احساس کوي چې دا پخواني وسله‌وال او دوی ګډې موخې لري او دا کسان هم نېک خلک دي.

جیمز کاوان
جیمز کاوان

دغه بریټانیوی جنرال چې ۳۰ کاله یې د خپل هېواد په وسله‌وال پوځ کې دنده مخته وړې خبرداری ورکړی چې د یوې مناسبې دندې د نه درلودو له کبله، کېدای شي ډېر شمېر هغه وسله‌وال چې سوله یې کړې، بېرته د جګړې لومړۍ کرښې ته ستانه شي.

هلوټرسټ ته د دې پخوانیو وسله‌والو له ډلې یو شمېر کسانو ویلي، د طالبانو په لیکو کې یې په میاشتني ډول ۷۷پونډه چې نږدې ۷۵۰۰ افغانۍ کېږي تر لاسه کولې، داسې مهال چې اوس هره میاشت ۲۳۰ انګلیسي پونډه چې نږدې ۲۳ زره افغانۍ کېږي اخلي.

له یوې خیریه موسسې سره د پخوانیو طالب وسله‌والو د کار خبر داسې خپرېږي چې د سولې په خبرو کې هم عادي ژوند ته د طالب وسله‌والو را ستنېدل یو له مهمو بحثونو شمېرل کېږي.

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني هم موده وړاندې وویل، د سولې له هوکړې وروسته باید د طالب وسله‌والو له ۶۰ تر ۱۲۰ زرو کسان راټول شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ارګ هغه مهال ازادي راډیو ته ویلي و، په دې اړه طرحه شته، خو جزییات یې شریک نه کړل.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان هم په افغانستان کې د روانې جګړې یو دلیل، فقر او بې‌کاري بولي.

د اقتصادي مسایلو کارپوه شعیب رحیم وویل: "دوه نظریات شته، لومړی دا چې فقر د جګړې سبب ګرځي او بل دا چې جګړه د فقر لامل ګرځي، که دواړو اړخونو ته وکتل شي، دې پایلې ته رسېږو چې اقتصادي فرصتونه او د عاید سرچینه برابره شي، نو بې له شکه چې ډېر ځوانان چې جګړه یې پیل کړې، له دې کار لاس په سر شي. "

د ماین پاکۍ په برخه کې د پخواني طالب وسله‌والو فعالیت داسې مهال را برسېره کېږي چې افغان حکومت طالبان تل په ماین اېښودونو تورن کړي دي.

که څه هم تمه وه چې افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې له ماینونو څخه پاک شي، خو د جګړې دوام او د بودجې کمښت هغه دوه دلایل دي چې دا نېټه یې تر ۲۰۲۳ کال پورې وغځوله.

خو اوس د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، احتمال لري چې په ۲۰۲۳ کال کې هم دا هدف تر لاسه نه شي او دوی په دې برخه کې ۵ کاله نور هم وخت وغواړي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماین پاکوونې د برخې رییس شفیق یوسفي وايي: "موږ و نه توانېدو چې د خپلې اړتیا وړ بودجه د خپلو نړیوالو مرستندویانو له‌خوا په لاس راوړو، دویم دا چې جګړه روانه ده او یو شمېر سیمو ته زموږ کارکوونکي نه‌شي تللای، په ټوله کې شاید هغه هدف چې موږ تر ۲۰۲۳کال پورې ټاکلی و، په لاس را نه وړو. "

په افغانستان کې د ماینونو د انسجام او پاکوالي اداره وايي، اوس ۱۵۰۰ کیلومټر مربع ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده او همدا ناچاودلي ماینونه له کلونو لټون وروسته، لا هم افغانستان کې په منځني ډول هره میاشت نږدې ۱۳۰ تنه وژني.

XS
SM
MD
LG