د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

طالبان د شخړو له زیاتوالي څه غواړي لاس ته راوړي؟


طالبان
طالبان

وسله‌والو طالبانو چې د بدخشان د مرکز فیض اباد اتمه حوزه نیولې د درېیمې او څلورمې حوزې په ځینو برخو کې یې هم تحرکات پیل کړي دي.

په هلمند کې پر ناکراریو سربېره د څنګلوري ارزګان ولایت د هراوود ولسوالۍ هم له څو ورځو راهیسې د طالبانو په محاصره کې ده.

د غورپه مرکز فېروز کوه کې هم نن په یوه درنه چاودنه کې په لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

که څه هم طالبانو تر اوسه د دغې چاودنې چې د امنیې قومندانۍ په مخ کې شوې، مسؤلیت نه‌دی اخیستی خو افغان چارواکي دا د طالبانو کاربولي.

طالبانو ولې په وروستیو کې په تېره بیا پر ښارونو یا ګڼ مېشتو سیمو بریدونه زیات کړي؟

په دې اړه نوریاس نوري د امنیتي چارو له کتونکي او د افغانستان د ولسي جرګې له پخواني غړي خالد پښتون سره د ټیلیفون له لارې مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې طالبان د شخړو له زیاتوالي څه غواړي لاس ته راوړي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنګ کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG