د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

'د طالبانو د بریدونو او تاوتریخوالو دوام د سولې هڅې له جدي ننګونو سره مخ کړي'


ارشیف، طالبان
ارشیف، طالبان

افغان حکومت وايي، د طالبانو د بریدونو او تاوتریخوالو دوام د سولې هڅې له جدي ننګونو سره مخ کوي او طالبان باید سمدستي له دغو بریدونو لاس واخلي.

د افغانستان په لرې پروت لویدیځ ولایت غور کې چې خلکو یې تل د امنیت او عامه خدمتونو له نشتوالي شکایت کړی یوې لویې چاودنې لسګونه کورنۍ غمجنې کړې.

په غور کې موټر بم برید لږترلږه پنځلس ملکیان وژلي او تر سلو زیات کسان یې ټپیان کړي.

د ملکیانو مرګ‌ژوبلې او په نورو سیمو کې د طالبانو بریدونو د افغان حکومت تُند عکس العمل پارولی.

یکشنبه د ولسمشر اشرف غني په حواله په یوه بیان کې راغلي چې: "طالبانو د بشر ضد جنایتونو په دوام د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې په یوه ترهګریز برید سره بې شمېره بېګناه افغانان شهیدان او ټپیان کړل."

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال د غور د برید او نورو بریدونو په غبرګون ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي دوام د سولې هڅې په جدي توګه له ګواښ سره مخ کوي.

هغه زیاته کړه: "د طالبانو روانې حملې او تاوتریخوالی دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او زموږ د نړیوالو شریکانو روانې هڅې له جدي ګواښ سره مخامخ کوي، د افغانستان حکومت او خلک د دې جنګ د سمدستي ختمېدو غوښتنه کوي او پر طالبانو باندې غږ کوي چې له دې ناروا او غیر اسلامي کار څخه باید لاس واخلي."

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

طالبانو رسماً د غور د موټر برید په اړه او دا چې افغان چارواکو د دغه برید پړه پرې اچولې څه نه‌دي ویلي او نه‌یې د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب ورکړی.

د دې ډلې یوه ویاند په سیمه کې ازادي راډیو ته ویلی و چې وروسته به په دې اړه تبصره وکړي.

طالبانو پخوا معمولاً د هغو بریدونو مسؤلیت نه‌دی منلی چې په کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې خو افغان چارواکي وايي، دا د طالبانو ډله ده چې یا په خپله دا بریدونه کوي یا ورته زمینه برابروي.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژ دافیر راس ویلسن په خپل ټوېټر لیکلي چې: "یو وار بیا بېګناه افغانان د غور په بې معنی بمی برید کې ووژل شول، د وینې دا بهول او ورانی باید سمدستي بند شي."

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم د غور حمله غندلې.

د اروپايي ټولنې دفتر په یوه توېټ کې لیکلي چې: "د سولې لار باید په خبرو تېره شي نه په وژنو."

طالبانو له امریکایانو سره د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې د تاوتریخوالي کچه به راکموي.

د غور پروني موټر برید د ګڼو نورو تر څنګ د طالبانو د سیاسي دفتر د کوربه هېواد قطر غبرګون هم پارولی.

د قطر دولتي خبري اژانس په یوه ټوېټ کې لیکلي چې: "قطر د افغانستان په مرکزي برخه غور ولایت کې چاودنه چې په کې ګڼ خلک مړه او ټپيان شول په کلکه غندي."

دا چې د دوحې د تړون په خلاف د تاوتریخوالي زیاتېدل څومره د سولې پروسه او سیاسي هڅې زیانمنوي په دې اړه مو د ناټو له پخواني لوړپوړي سلاکار محمد شفیق همدم څخه وپوښتل.

محمد شفیق همدم
محمد شفیق همدم

هغه وویل: "د تاوتریخوالي زیاتوالی ډېر مستقیم تاثیر لري او حتی کولای شي دغو ناستو او مذاکراتو ته ضربه ورسوي، ځکه هم د توافقاتو برخلاف ده او هم د توقعاتو برخلاف ده. توافق او توقع دا وه چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي نه دا چې لا پسې لوړه شي."

ښاغلي همدم وویل ډېر امکان لري چې د طالبانو په وړاندې د امریکایي چارواکو لیدلوری تر انتخاباتو وروسته بدل شي او بیا به د سولې لپاره اوسنی لاسته راغلی فرصت نه‌وي.

له بدخشان نیولې تر هلمند او له غور نیولې تر کونړ په افغانستان کې د ناامنیو کچه داسې وخت لوړه تللې چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان له څه باندې یوې میاشتې په دوحه کې په خبرو بوخت دي خو لا د اصلي خبرو د کړنلارې په جوړولو نه‌دي سلا شوي.

XS
SM
MD
LG