د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

کوفي: پر هلمند او بدخشان د طالبانو بریدونه بې ځایه قدرت ښودنه ده


د طالب جنګیالیو یو انځور
د طالب جنګیالیو یو انځور

په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي یو شمېر غړي وايي، طالبانو په هلمند او بدخشان ولایتونو وروستي بریدونه د خپل قدرت ښکارولو او د سولې خبرو اغېزمن کېدو په هدف ترسره کړي دي.

د هلمند پر مرکز لښکرګاه د طالبانو د بریدونو نن لسمه ورځ ده، په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي پر طالبانو توندې نیوکې کړې دي.

د افغان پلاوي یو شمېر غړي وايي د هلمند او بدخشان ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو بریدونو او د تاوتریخوالي لوړې کچې په قطر کې د سولې پر مذاکراتو اغېز کړی دی.

د افغان دولت مذاکراتي پلاوي غړې فوزیې کوفي ویلي طالبان باید له جګړې لاس واخلي ځکه چې د جګړې له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

هغې زیاته کړه: "د جګړې شدت او هغه تلفات چې هره ورځ زموږ ملکيانو او نظامیانو ته واردېږي پرته له شکه چې پر مذاکراتو اغېز پرېږدي، دا مسئله د مذاکراتو پر مېز هم مطرح شوي، طالبان فکر کوي چې له دې لارې خپل نظامي قدرت ښکاره کوي، خو دا ډله باید پر دې پوه شي چې جګړه پرته له انسان وژنې په بل څه نه ختمېږي، هیله لرو چې د بې ځایه قدرت ښودلو مخنیوی وشي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې وسله والو طالبانو جګړه تېزه کړې ده.

تازه دغه ډلې د بدخشان په مرکز فیض اباد او خواهان ولسوالیو بریدونه کړي دي او د رسمي سرچینو په وینا د فیض اباد اتمه ناحیه یې نیولې ده.

د افغان سولې مذاکراتو کې د حکومت د اصلي غوښتنو له ډلې یوه هم د بشر دوستانه اوربند عملي کول دي هغه څه چې د طالبانو ډله یې نه مني.

په ورته وخت د سولې او جګړې مطالعاتو انسټېټوټ مشر او د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي وايي، د طالبانو ډله د سولې خبرو کې د امتیازاتو اخیستلو لپاره غلطه محاسبه لري او د دې ډلې د بریدونو ډېرېدل به د سولې مذاکرات ناکامه کړي.

تمیم عاصي
تمیم عاصي

هغه وویل: "ورځ تر بلې د تاوتریخوالي ډېروالی د دې ښکارندويي کوي چې جګړه د طالبانو اصلي سټراټیژي ده او سوله د دې ډلې یو تاکتیک دی، خو دا د طالبانو غلطه محاسبه ده، ځکه چې د تاوتریخوالي ډېروالی د سولې مذاکراتو د ناکامېدو لامل ګرځي چې افغانستان به نوي فصل او د کورنیو جګړو ته داخل کړي، هوښیارانه محاسبه به هم دا وي چې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ته تن کېږدي او د مذاکراتو پر مېز خبرې اترې وکړي."

که څه هم په وروستیو څو ورځو کې د طالبانو لخوا د بریدونو ډېرېدو سره د افغان دولت مذاکراتي ډلې غړي نادر نادري ګواښ کړی و چې که وضعیت همداسې ادامه ولري نو دا پلاوی به د مذاکراتو د دوام په اړه له سره غور وکړي.

د طالبانو ډلې پر وړاندې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت خاموشي په اړه هم پوښتنې او نیوکې مطرح کېږي.

همدا راز د افغانستان دفاع وزارت وايي، هلمند کې د جګړې وضعیت د بدلېدو په حال کې دی.

فواد امان
فواد امان

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي: "په ټوله کې هلمند کې اوضاع په ښه کېدو ده، په هغو برخو کې چې طالبانو نفوذ کړی و هغه سیمې پاکې شوي او زموږ د کنټرول لاندې دي، زموږ عملیاتونه په محتاطانه ډول پر مخ ځي څو ملکیانو ته مرګژوبله وا نه وړي، ځکه چې طالبانو د خلکو کورونو کې سنګر نیولی دی."

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې هلمند ته یې تازه دمي ځواکونو لېږلي دي.

د هلمند جګړه د نږدې ۳۵ زره کسانو د بې ځایه کېدو لامل شوی او بشر حقونو ځینو بنسټونو غبرګونو یې هم راپورته کړي دي.

حکومتي سرچینو، طالبان د خپلې هغې ژمنې په نقض تورنوي چې په لویو ښارونو به بریدونه نه کوي، هغه څه چې طالبانو له دې وړاندې رد کړې او ویلي یې دي چې دوی په لویو ښارونو بریدونه نه دي کړې بلکې هغه سیمې یې نیولي دي چې له دې وړاندې د دوی تر واک لاندې وي.

XS
SM
MD
LG