د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

عرب نیوز: هلمند کې وروستي بریدونه د افغانستان سولې ته یو ګوزار و


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • د بهرنیو اړیکو شورا

د بهرنیو اړیکو شورا له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د ټویټ او په دې برخه کې د دوو نورو امریکايي چارواکو پر متفاوتو څرګندونو او همداراز په دې برخه کې د امریکا د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو پر لیدلوری تبصره کړې ده.

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ په یوه ټویټ کې ولیکل چې تر کرسمس پورې به امریکايي پوځیان له افغانستان څخه وباسي. ده دا خبره څو ورځې وروسته له دې وکړه چې د ده د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین وویل چې د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې به په افغانستان کې یوازې دوه نیم زره امریکايي پوځیان پاتې وي.

وروسته د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل مشروط دي.

جنرال مارک میلي «سي.بي.اېس» نیوز ته په مرکه کې وویل "دلته اساسي خبره دا ده چې موږ هڅه کوو جګړه په مسؤلانه ډول او د ارادې له مخې پای ته ورسوو او دا کار د هغو شرطونو پر اساس کوو چې په افغانستان کې د امریکا حیاتي ملي-امنیتي ګټې تضمینوي."

خو ټرمپ د تېرې اوونۍ په وروستیو کې له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو لپاره خپله ژمنه بیا تازه کړه او ویې‌‌ویل چې ډېر ژر به له افغانستانه ډېر ځواکونه بېرته هېواد ته ستانه کړي.

د بهرنیو اړیکو شورا په لیکنه کې ویل شوي چې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ډونالد ټرمپ او جوبایډن نظرونه ډېر سره نږدې دي.

د دې لیکنې پر اساس، کومه ستراتېژي چې ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۷ په اګسټ کې جوړه کړه، هغه پلان دی چې جوبایډن په ۲۰۰۹ م کال د ولسمشر بارک اوباما لپاره جوړ کړی و.

کله چې تېره میاشت له بایډن څخه وپوښتل شول چې له افغانستان او عراق څخه د پوځیانو د ایستلو په باب د ټرمپ د پلان ملاتړ کوي، ده وویل، هو، خو په دې شرط چې دی له اسلامي دولت یا داعش سره د مبارزې پلان ولري."

د بهرنیو اړیکو شورا وايي، بایډن په افغانستان کې د یونیم زر او ۲ زرو ترمنځ ځواکونو د پرېښودلو ملاتړ کوي چې د داعش او نورو ترورېستي خطرونو پر ضد ځانګړي عملیات وکړي.

  • عرب نیوز

د منځني ختیځ عرب نیوز ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې پر خبرو د هلمند د جګړو د منفي اغېز په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې ورځپاڼې په باور د طالبانو له لوري په هلمند کې وروستي بریدونه چې له کبله‌یې لسګونه زره خلک بې‌ځایه شوي، د افغانستان سولې ته یو ګوزار و او د سولې د خبرو د پرمختګ په اړه‌یې پوښتنې راپورته کړې دي.

ورځپاڼې هغو تاوانونو ته هم اشاره کړې چې د دې جګړو په لړ کې د بې‌وزله او وروسته پاتې افغانستان تأسیساتو ته اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG