د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

بدخشان کې د جګړې ۳مه ورځ؛ 'د فیض‌اباد اتمه ناحیه د طالبانو لاس ته ورغلې'


د فیض‌اباد ښار عمومي دروازه
د فیض‌اباد ښار عمومي دروازه

په بدخشان ولایت کې چارواکي مني چې د ښار اتمه ناحیه د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغلې.

په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د ښار یوه څنډه او دغلته د پولیسو مأموریت د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغلل.

دغلته د پولیسو یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، له درېیو ورځو راهیسې جګړه روانه وه او په خبره‌یې کله چې امنیتي ځواکونو ته مرسته ورونه‌رسېده، له سیمې یې شا تګ وکړ.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري بیا په یفتل بالا سیمه کې د اتمې ناحیې سقوط نه‌مني، خو وایي له هغه ځایه امنیتي ځواکونو تاکتیکي شا تګ کړی دی.

نېک محمد نظري
نېک محمد نظري

هغه زیاته کړه: "دفاعي ځواکونو د دې لپاره د یفتل بالا درګک کلی پرېښود چې ملکیانو ته ډېره مرګ‌ژوبله وانه‌وړي، دوی تاکتیکی شا تګ وکړ، دا مهال دوابه سیمه کې جګړه دوام لري، په خواشینۍ سره چې دې جګړه کې زموږ ۴ امنیتي ځواکونه شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ویلي چې د فیض‌اباد ښار اتمه ناحیه کې یې د امنیتي ځواکونو یوه قرارګاه او درې پوستې نیولې دي او لسګونه امنیتي سرتېري یې وژلي او نیولي دي.

د فیض‌اباد ښار اتمه ناحیه یا یفتل بالا سیمه د ولایت له مقام او امنیه قوماندانۍ سره شااوخوا اته کیلومتره واټن لري.

د دغې ناحیې او ولایت مقام ترمنځ یو غر ولاړ دی او د بدخشان ولسي استازي وایي، که دغه غر هم طالبان ونیسي، بیا د ولایت مقام، قومانداني، هوایي ډګر او یو شمېر نورو دولتي ادارو ته ګواښ زیاتېږي.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

د بدخشان د ولایتي شورا غړی احمد جاوېد مجددي وایي، د ښار په دې ناحیه کې طالبانو ته په لاس ورغلې سیمې مهمې دي او باید حکومت‌یې د بېرته نیولو هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلي مجددي وویل: "هغه کلیدي سنګرونه چې زموږ له امنیتي ځواکونو سره وو، د دښمن لاس ته لوېدلې دي، امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، د دوابې یا دغلته د سنګرونو سقوط ډېر مهم دی، ځکه دا د ښار اړوند دي او هم له دغې سیمې یو پوخ او خام سړک تېر شوی دی، دا امکان شته چې هغوی خدای مه‌کړه لویې لارې ته ځان نږدې کړي او دا مسیر ناارامه کړي."

په بدخشان کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې د سقوط شوې ناحیې ګڼ شمېر سیمې پخوا هم د طالبانو لاس کې وې.

دا مهال د فیض‌اباد ښار په درېیمه او څلورمه ناحیه کې هم د طالبانو حضور محسوس دی او د دغه ولایت څو ولسوالیو کې هم طالبان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې دا د دوهم ولایت مرکز دی چې طالبان‌یې یوه څنډه نیسي.

هلمند کې افغان ځواکونه
هلمند کې افغان ځواکونه

تېره یکشنبه طالبان د لښکرګا باباجي سیمې ته ننوتل چې لا یې هم په وړاندې د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG