د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

غور کې د موتربم چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ ته ورسېد


غور کې موټربم چاودنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:48 0:00

غور کې موټربم چاودنه

د غور ولایت په پیښه کې ۱۴کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د دغه ولایت امنیتي مسوولین وايي، نن سهار د غور ولایت امنیه قوماندانۍ ته نږدې د موټربم په چاودنه کې ملکي کسانو ته تلفات اوښتي دي.

د پیښې په ټپیانو کې ۳۵ امنیتي ځواکونه او ۶۵ ملکيان دي.

د غور ولایت مرکز فېروز کوه ښار نن سهار نږدې ۱۱ بجې د یوې درنې چاودنې شاهد و.

دغه پېښه د امنیه قوماندانۍ، د شهیدانو او معلولینو او د ښځو چارو د ریاستونو دروازو ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د غور روغتیايي مسولین وايي چې په دې پېښه کې ۱۳ وژل شوي او ۱۰۵ ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د غور ولایت د عامې روغتیا سرپرست عبدالطیف رحیمي ازادي راډيو ته وویل وايي: "د شهیدانو شمېر ۱۳ تنه شو او ټپیان ۱۰۵ تنو ته ورسېده، د یو شمېر ټپيانو وضعیت ښه نه دی او همدا اوس تر جدي مراقبت لاندې دي او ښايي شهیدانو شمېر زیات شي."

په ورته وخت کې د غور امنیه قومندان وحیدالله نظامي وايي چې وسله والو طالبانو ته په بېلابېلو عملیاتو کې د مرګ ژوبلې له اوختو وروسته دغه ډلې د نن ورځې په حملې سره غوښتل چې ګڼ امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله واړوي.

دی وايي چې په دې موټر بم حمله کې د ښیښو د ماتېدو په امله ۳۵ پولیس ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم دا پېښه تاييد کړې او ویلي دي چې دا يې د وسله والو مخلفینو وحشیانه عمل بللی دی.

عیني شاهدان وايي، چاودنه ډېره زوروه وه چې غږ يې ان تر لرو پرتو سیمو پورې واورېدل شو.

غور کې د چاودنې یو انځور
غور کې د چاودنې یو انځور

عیني شاهد عبدالوکیل وايي: "کله چې چاودنه وشوه، له دفتره چې ووتم، په ټول واټ کې د خلکو د بدن ټوټي خورې شوې وې، لس دولس کسان مې ولیدل چې ټوټه ټوټه شوي وو، حتی څاروي هم ټوټه ټوټه وو، ډېره وحشتناکه پېښه وه."

د ښځو چارو د ریاست موټر چلونکی امان اله دغه پېښه ډېره هیبتناکه ګڼي وايي: ږیره یې لرله، ما پرې شک وکړ خو څرنګه چې کمېسیون وو نو ما ویل ښايي معلول وي، پوښتنه یې هم کوله، بیا چاودنه وشوه، زه یو څارنوال او د معلولینو د دفتر یو کارکوونکی روغ ووتو، نور ټول چې ۴۰ - ۵۰ کسان وو، ټپیان شول او د دېوالونو لاندې شول."

اخوا دلته د غور په ولایتي روغتون کې زیات شمېر خلک د خپلو خپلوانو د موندلو هڅه کوي.

ګل هوس هغه مېرمن چې ښايي په عادي ورځو کې ونه شي کولای له کوره بهر ووځي خو نن د خپل زوی او د کورنۍ د نورو غړو د حال د معلومو لپاره تر روغتونه رسېدلې ده.

نوموړې وویل: "زوی مې ټپي شوی دی، زوم مې هم ټپي دی، یو د کاکا زوی مې وژل شوی دی، تر اوسه يې موږ نه یو ور پريښې چې هغوی وګورو، د کاکا زوی مې چې وژل شوی مستریتوب يې کاوه."

جمهوري ریاست د ولسمشر محمد اشرف غني په غور کې د نن ورځې د موټربم چاودنې په تړاو ویلي دا ډول بریدونه د طالبانو د جنګي تګلارې ښکاندويي کوي.

ولسمشر غني ویلي، دا ډول بریدونه د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی.

د طالبانو یوه ویاند ویلي چې د دې پېښې په اړه لا تبصره نه شي کولای.

خو د غور امنیه قوماندان دا د طالبانو کار بللی دی.

XS
SM
MD
LG