د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

'پاکستان کې له یوې دیني مدرسې د نیول شویو افغان ماشومانو د انتقال هڅې روانې دي'


ارشیف، پاکستان کې یوه دیني مدرسه
ارشیف، پاکستان کې یوه دیني مدرسه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د هغه ۱۰ افغان ماشومانو د برخلیک په اړه چې د قانوني اسنادو د نه‌درلودلو په تور له یوې دینې مدرسې نیول شوي، په اسلام‌اباد کې افغان سفارت له پاکستاني لوري سره خبرې پیل کړې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، پېښور پولیسو ویلي ۱۰ افغان ماشومان چې پاکستان ته‌يې غیر قانونی سفر کړی د اکوړه خټک له یوې دیني مدرسې نیولي دي.

د پاکستان په دیني مدرسو کې د افغان کډوالو زده‌کړه کومه نوې خبره نه‌ده، خو دا ښايي نوې وي چې یو شمېر افغان ماشومان د قانوني اسنادو د نه‌لرلو په تور د خېبر پښتونخوا له یوې مدرسې د پولیسو له لوري نیول کېږي.

که څه هم د دغه ماشومانو د نیولو دقیقه نېټه نه‌ده څرګنده، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د برخلیک په اړه‌یې هلې ځلې پیل شوې دي.

ګران هېواد
ګران هېواد

د دې وزارت ویاند ګران هېواد د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۰» ازادي راډيو ته وویل: "په اسلام‌اباد کې افغان سفارت او دغه‌شان په پېښور کې افغان جنرال قونسلګري له پاکستاني لوري سره په مکرر ډول په اړیکه کې دي ترڅو وکولای شي یاد ماشومان په خوندي شکل افغانستان ته انتقال کړي او خپلو کورنیو ته وسپارل شي."

ښاغلي هېواد که څه هم ونه‌ویل چې یاد ماشومان د افغانستان د کومو سیمو اوسېدونکي دي، خو په خېبر پښتونخوا کې د افغان قونسلګرۍ یوه چارواکي عبدالحمید سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي چې یاد ماشومان د افغانستان د بدخشان د هغه سیمې اوسېدونکي دي چې طالبان پرې ولکه لري.

نوموړي ویلي، طالبانو د مذهبي زده‌کړو لپاره په غیر قانوني ډول دغه افغان ماشومان د اکوړه خټک یوې دیني مدرسې ته استولي، خو وسله‌والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې تېره ورځ د خېبر پښتونخوا ایالتي محکمې اړوند چارواکو ته امر کړی چې یاد افغان ماشومان د دې ډاډ د ترلاسه کولو په صورت کې چې خپلو کورنیو ته به سپارل کېږي، افغان قونسلګرۍ ته وسپاري.

ارشیف، پاکستان کې د مدرسې زده‌کوونکي
ارشیف، پاکستان کې د مدرسې زده‌کوونکي

محکمې دغه‌راز چارواکو ته امر کړی چې د اکوړه خټک د دغه مدرسې چې نوم‌يې نه‌دی اخیستل شوی منتظمین هم ونیسي او په دې اړه ترې پوښتنې او څېړنې وکړي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې په لومړي ځل پاکستاني پولیس له یوې دیني مدرسې ۱۰ تنه افغان ماشومان د اسنادو د نه‌درلودلو په تور نیسي؟

د افغانستان د ولسي جرګې غړې ارین یون ازادي راډيو ته وویل: "زه فکر کوم چې د افغانستان په برخه کې د پاکستان پخواني سیاست هېڅ بدلون نه‌دی کړی، په دې سره دا هېواد یوازې د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي او هڅه کوي چې نړۍ او افغانستان ته وښيي چې دوی د افراطیت پر ضد مبارزه کوي، حال دا چې هلته (پاکستان کې) زرګونه افغان ماشومان شته چې پاکستان دیني مدرسو ته جذب کړي او د افراطیت درسونه ورکوي او د افغانستان پر ضد يې روزي."

د ولسي جرګې غړې ارین یون
د ولسي جرګې غړې ارین یون

اغلې یون وايي، پاکستان باید د ماشومانو د نیولو پر ځای په یاد هېواد کې دننه هغه سلګونه دیني مدرسې وتړي چې د افغانستان پر ضد په‌کې زده‌کوونکو ته روزنه ورکول کېږي.

په پاکستاني مدرسو کې د افغان زده‌کوونکو د دیني زده‌کړو په مسئلې په وار وار په افغانستان کې انتقادونه شوي دي.

ډېری افغانان په دې باور دي چې د یاد هېواد په دیني مدرسو کې افغان زده‌کوونکو ته مذهبي افراطیت ښودل کېږي او د افغانستان پر ضد روزنه ورکول کېږي.

له دې وړاندې افغان حکومت په وار وار ویلي چې په دې هېواد کې ډېر شمېر حمله کوونکي چې ان انتحاري حملې يې کړي، په پاکستاني مدرسو کې يې د افراطیت روزنه لیدلې ده، خو پاکستان بیا تل دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG