د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

پاکستان د ۱۸۲ مدرسو کنټرول په لاس کې اخیستی او ۱۲۱ مشکوک کسان‌یې نیولي


پاکستان کې یوه دیني مدرسه
پاکستان کې یوه دیني مدرسه

پاکستان په‌دې هېواد کې د غیر قانوني ډلو پر ضد د اقداماتو په ترڅ کې د ۱۸۲ مدرسو کنټرول په لاس کې اخیستی دی او ۱۲۱ مشکوک کسان‌یې نیولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په نیول شویو کسانو کې د جیش محمد ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر زوی او ورور هم شامل دي.

جیش محمد هماغه ډله ده چې په هندي کشمیر کې د فبرورۍ میاشتې د ۱۴مې د حملې مسؤلیت‌یې ومانه.

دې خونړۍ حملې د هند له ۴۰ زیات ملېشه ځواکونه ووژل.

د هند حکومت له دې حملې وروسته د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د دې ډلې پر مرکزونو بمباري وکړه چې له دې سره د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې د پیل وېره رامنځته شوه، خو په عین حال کې نړیوالو قدرتونو پر پاکستان فشار زیات کړ چې د جیش محمد په ګډون د هغو ډلو پر ضد اقدامات وکړي چې په هند کې ترورېستي حملې کوي.

پاکستاني چارواکي وايي، د دې ډلو ځپل د هغو اقداماتو یوه برخه ده چې حکومت پلان کړي او د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په دوام د هند له غوښتنو سره کوم تړاو نه‌لري.

د سیاسي چارو پوه رحیم‌الله یوسفزی وايي، په پاکستان کې د دېره افراطي ډلو پر ضد روان اقدامات د کورني او بهرنیو کړیو په اشاره کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ له کړکېچ وروسته‌یې فشارونه نور هم زیات شوي.

د سیاسي چارو پوه رحیم‌الله یوسفزی
د سیاسي چارو پوه رحیم‌الله یوسفزی

ښاغلي یوسفزي ازادي راډیو ته وویل، اسلام‌اباد په کلکه پرېکړه کړې چې په خپل قلمرو کې د نورو هېوادونو پر ضد ورانکارو فعالیتونو ته به نور نو اجازه نه‌ورکوي.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه:

"د پوځ له چارواکو سره لیدنې کتنې کېږي او هغوی هم غواړي چې زړه پالېسي په مستقل او عملي ډول بدله کړي او داسې نوې پالېسي راولي چې د پاکستان خاوره د بل هېواد پر ضد استعمال نه‌شي. دوی څه وخت مخکې د ټولو وسله‌والو ډلو پر ضد پرېکړه وکړه او اوس دا پرېکړه عملي کېږي چې دا ډلې نور نو په پاکستان کې فعالیت نه‌شي کولای ځکه د دوی له امله د پاکستان لپاره ستونزې زیاتېږي."

د جیش محمد په څېر ممنوع افراطي ډلې په پاکستان کې ګڼ شمېر دیني مدرسې لري چې د ترورېزم پر ضد د مبارزې د چارواکو په وینا په افراطي ډلو کې د خلکو د استخدام لپاره کارول کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې اقداماتو پر مهال‌یې د ځینو نورو تأسیساتو کنټرول هم په لاس کې اخیستی دی چې ۳۴ ښوونځي او کالجونه، د وړیا مرستو ۱۶۳ مرکزونه، ۱۸۴ سیار صحي مرکزونه، پنځه روغتونونه او د ممنوع سازمانونو اته دفترونه په‌کې شامل دي.

د سیمه‌ییزو چارو پوه افراسیاب خټک وايي، پاکستان لومړی په‌دې هېواد کې د ترورېستي ډلو له موجودیته انکار کاوه او وروسته‌یې بیا د ښو او بدو ډلو خبره کوله.

ښاغلي خټک ازادي راډیو ته وویل، اسلام‌اباد د هغو ډلو پر ضد چې په افغانستان او هند کې ورانکاره فعالیتونه کوي، پخوا تر دې کله هم جدي اقدام نه‌دی کړی.

د سیمه‌ییزو چارو کارپوه افراسیاب خټک
د سیمه‌ییزو چارو کارپوه افراسیاب خټک

ښاغلي خټک زیاته کړه:

"پاکستان په حقیقت کې داسې کوم ګام اوچت نه‌کړ او چې کله‌یې د ګام اوچتولو ژمنه او اعلان وکړ یوازې داسې به و چې تنظیمونه به‌یې بند کړل او پابندي به‌یې پرې ولګوله، خو هغوی به په نویو نومونو کار پیل کړ او لا زیات به فعال شول. د پاکستان د حکومت اعلان ته خلک ځکه د شک په سترګه ګوري چې پخوا تر دې یې چې کله بندیز لګولی عمل‌یې نه‌دی پرې کړی."

په پاکستان کې د فعالو افراطي ډلو پر ضد دا اقدامات بې‌ساري دي او په ترڅ کې یې هغه اسلامي ډلې په نښه کېږي چې د امریکا حکومت وايي، د ترورېستي فعالیتونو په سر کې دي.

په‌دې برخه کې د پاکستان د حکومت پخواني اقدامات تر ډېره تصنعي او نمایشي وو او هر ځل به دې ډلو بیا خپل عملیات پیلول.

XS
SM
MD
LG