د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۰۰

د کوټې محصلین وایي افرطیت د پاکستان په درسي نصاب کې کرل شوی


په کوټه کې د پوهنتون محصلينو او د مدني ټولنو فعالانو په ګډه د وژل شوي محصل مشال‎ خان وژنه په يوه احتجاجي مظاهره کې وغندله او د هغه په ياد يې شمعې بلې کړې.

دوى له حکومته وغوښتل چې د ده قاتلين او په وژنه کې يې لاس لرونکي کسان ټول دې ونيول شي او سزا دې ورکړل شي.

د شنبې په ماښام د بلوچستان د بېلابېلو پوهنتونونو لسګونه محصلين او مدني فعالان د کوټې د پرېس‎کلب مخې ته راغونډ شوي وو او په مردان کې یې د عبدالولي‎خان پوهنتون د محصل مشال‎خان وژنه په کلکه وغندله چې دوى په شعارونو کې مشال خان بې‎ګناه وګاڼه او له حکومته‌يې وغوښتل چې د هغه قاتلينو ته سزا ورکړي.

يو مظاهره کوونکی محصل عبدالاحد کاکړ وايي، ده د مشال خان فېسبوک اکاونټ ټول کتلى او هېڅ داسې څه‌يې په‌کې نه‌دي موندلي چې مذهب ته سپکاوى وګڼل شي.

نوموړی وايي، د پوهنتون محصلين چې دومره افراطيان شول، د افراطيت دا زړي د دې هېواد په تعليمي نصاب کې کرل شوي دي او دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.

دوی وايي:

"مشال خان واقعي يوه رڼا وه، دوى دا رڼا ووژله، موږ غواړو چې د مشال کورنۍ او د ده مور او پلار ته انصاف ورکړل شي، د ده قاتلان دې ونيول شي او بيا دې سزا ورکړل شي، د فکر خبره دا ده چې زموږ د پوهنتونونو زده کوونکي اوس دومره افراطيان شوي دي چې د مدرسې د طالب، په غره کې د ناست ترهګر او د دوى هېڅ توپیر نه‌شته."

د مظاهرې ګډون‌کوونکې مدني فعاله مېرمن شازيه احمد لانګو وايي، په پاکستان کې چې مذهب ته د سپکاوي پر قانون برسېره عام خلک په علني ډول خلکو ته سزا ورکوي، دا د دې سبب کېداى شي چې په راتلونکي کې ډېر بې‎ګناه خلک مذهب ته د سپکاوي په تور ووژل شي.

نوموړې وايي:

"په هېواد کې مو قوانين شته، که مقدساتو ته د سپکاوي قانون وي که نور وي، نو عام خلک څه حق لري چې يو چاته داسې زړه بوږنوونکې سزا ورکړي چې انسانيت هم پرې وشرمېږي، موږ په دې توګه خپل چاپېريال له داسې زهرو ډکوو چې زموږ راتلونکي نسلونه به ساه هم په‌کې وانه‌خلي، موږ د مدني ټولنې له‌خوا په کلکه غوښتنه کوو چې د مشال‎خان له کورنۍ سره دې انصاف وشي."

په داسې حال کې چې په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې لا هم د مشال‎خان د وژنې په ضد احتجاجونه دوام لري او د عبدالولي‎خان پوهنتون سلګونه افراطي محصلينو دا ګام په کلکه غندي چې ګواکې له څېړنې او محکمې پرته‌يې هغه ته پر خپل سر سزا ورکړې، تېره ورځ په چترال کې هم سلګونه قهرجنو کسانو يو سړى چې وايي، اعصابي ناروغ دى، مذهب ته د سپکاوي په تور وواهه، خو د مسجد ملا امام هغه پوليسو ته په لاس ورکړ.

بل‌خوا د بشري حقونو يوه فعال شمس‎الحق مندوخېل وايي، دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده:

"په پنجاب کې ګورنر ووژل شو، عيسويان او هندوان په دې تور وژل کېږي، سبا به زما ورور د جايداد پر سر پر ما د مذهب د سپکاوي تور لګوي او خلک به له تصديق پرته ما وژني، دا خطرناک رجحان دى او دا د مملکت بدنامي ده، بايد مخهيې ونيول شي."

د يادونې وړ ده چې د پاکستان مرکزي پارلمان، د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ او د اکثرو سياسي ګوندونو مشرانو د مشال‎خان وژنه په کلکه غندلې او پر هغه مذهب ته د سپکاوي تورونه‌يې بې‎ځايه بللي دي.

د سياسي چارو شنونکي اندېښنه لري چې که مذهب ته د سپکاوي په قانون کې بدلون رانه‌وستل شي، نو مذهبي افراطيان به په راتلونکي کې له دې قانونه په استفادې ډېر بې‎ګناه خلک تورن کړي او وبه‌يې وژني.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG