د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۳۳

د خېبر پښتونخوا چارواکي: پر مشال خان د تورونو ثبوت نه‌دی موندل شوی


د خېبر پښتونخوا صوبې امنیتي چارواکي وايي چې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې یې د دغه پوهنتون پر زده‎کوونکي مشال خان لګېدلي مذهب ته د سپکاوي تورونو په اړه ثبوت نه‎دی ترلاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا صوبې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې ځینو قهرجنو محصلینو د همدې پوهنتون یو محصل مشال خان مذهب ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو وواژه.

د قهرجنو مظاهره‎چیانو له‎خوا په وهلو ډبلو کې ۲ محصلین ټپیان شوي هم وو چې یاد پوهنتون بیا تر دغې پېښې وروسته تر نامعلومې نېټې پورې وتړل شو.

د خېبر پښتونخوا پولیس چې د عبدالولي خان پوهنتون د پېښې په اړه‌یې لومړني تحقیقات بشپړ کړي، وايي چې تر دې دمه‌یې لا داسې شواهد نه‎دي موندلي چې له مخې یې مشال خان مذهب ته سپکاوی کړی وي.

د یادې صوبې د پولیسو مشر صلاح‌الدین محسود خان د دوشنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د مشال خان د وژنې د شویو تحقیقاتو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل:

"پر مشال خان او ملګرو مو د لګېدلو تورونو په اړه ثبوت نه‎دی ترلاسه کړی. موږ د څېړنو دایره پراخه کړې ده او په دې لړ کې مو څېړنیزې ادارې پر دنده ګومارلې دي."

ښاغلی محسود وايي چې د مشال خان د وژنې په تور یې تر دې دمه ۲۶ کسان نیولي او په خبره‌یې چې د پېښې د نورو عاملینو د نیولو لړۍ هم دوام لري.

اسلام ته سپکاوی په پاکستان کې تر ډېره هغه تور دی چې تورن ته د سپیناوي هېڅ موقع نه‌ورکول کېږي او ډېر ځله خو تورن کس همداسې د قهرجنو خلکو له‎خوا په وهلو ډبولو ووژل شي.

په عبدالولي خان پوهنتون کې مذهب ته د سپکاوي په تور د قهرجنو محصلینو له‎خوا د مشال خان وژنې په پاکستان او په خېبر پښتونخوا کې د مدني فعالانو او سیاسي ګوندونو غبرګونونه راپارولي او په دې اړه‌یې په شویو لاریونونو او مظاهرو کې د مشال خان د وژونکو د نیولو او اعدام غوښتنه کړې ده.

سربېره پر دې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف، د تحریک انصاف ګوند مشر او د کورنیو چارو وزیر هم د مردان پر پېښې خواشیني ښودلې وه او د دې هېواد قاضي‌القضات د مشال خان د وژنې نوټس "خبرداری" هم اخیستی و.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بشري حقوقو کمېسیون هم «HRCP» هم په عبدالولي خان پوهنتون کې د قهرجنو مظاهره‎چیانو له‎خوا د مشال خان وژل غندلي وو او د دې ډول پېښو د مخنیوي غوښتنه‌یې کړې وه.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG