د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۵۶

پاکستاني پوليس د "مشال خان" په اړه د ۲ ملايانو پاروونکې ويناوې څېړي


د پاکستان پوليسو د دوو ملايانو د پاروونکو ويناوو په اړه څېړنې پيل کړې دي.

د پاکستان دغه دوه ملايان په دې تورن دي چې هڅه‌يې کړې د پوهنتون د وژل شوي محصل مشال خان د جنازې مراسم ګډوډ کړي.

مشال خان د شمالي ښار مردان د عبدالولي خان پوهنتون محصل و او نورو محصلانو د پنجشنبې په ورځ د پوهنتون په انګړ کې دننه اسلام ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو وواژه.

دوى پر مشال خان تور پورې کړى چې پر ټولنيزو رسنيو يې اسلام ته سپکاوى کړى دى.

خو د مشال خان پلار اقبال سحر دا تورونه ناسم بللي او وايي، زوی یې هېڅ‎کله داسې کومه خبره نه‎ده کړې.

په پاکستان کې چې اکثريت اوسېدونکي يې مسلمانان دي، مقدساتو ته سپکاوى ډېره حساسه موضوع ده چې تورن کس د مرګ له سزا سره مخامخېداى شي.

د دغه هېواد په زندانونو کې لسګونه کسان په دې تور د مرګ د سزا انتظار باسي.

د روېټرز اژانس په حواله پاکستان کې له ١٩٩٠مو کلونو راهيسې لږ تر لږه ٦٥ کسان مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوي دي.

تر پېښې وروسته ځينې محصلان او نور کسان چې ګومان کېږي د مشال خان په وژنه کې دخيل وو، نيول شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر صلاح‌الدين محسود د دوشنبې په ورځ وويل، د مشال خان د وژنې د قضيې په تړاو تر شلو زيات کسان نيول شوي او په هغوى کې د پوهنتون شپږ تورن کارکوونکي هم شامل دي.

د پاکستان د سترې محکمې قاضي‌القضات د يکشنبې په ورځ د مشال خان د وژنې د قضيې په اړه د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر ته امر کړى و چې په ٣٦ ساعتونو کې دننه دې په دې اړه خپل معلومات ورسره شريک کړي.

په همدې حال کې د مردان د پوليسو مشر علم شينواري ويلي نيول شوي کسان به د ترورېزم ضد محکمو له‎خوا محاکمه شي.

په بنو کې هم د مشال خان په پلوي مظاهره شوې ده.

ګډونوالو يې ويل چې د مشال خان لپاره انصاف غواړي.

پوليس وايي، د مشال خان په پلرني ټاټوبي صوابۍ کې د هغو ملايانو په اړه هم تحقيقات کوي چې هڅه‌يې کړې د مشال خان د جنازې مراسم ګډوډ کړي او د مشال خان د کورنۍ په باب‌يې کرک-پاروونکې څرګندونې وکړې.

د صوابۍ اوسېدونکي سلمان احمد ويلي چې د جمعې په ورځ يوه ځايي ملا امام د مشال خان د جنازې د لمانځه له ورکولو انکار وکړ، خو هغه کس چې د خلکو په غوښتنه‌يې د ملا امام پر ځاى د جنازې لمونځ ورکړ، وروسته د ګڼو کسانو له جنجالونو سره مخامخ شو.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف هم د مشال خان وژنه غندلې او ويلي يې دي چې په پېښه کې دخيل کسان به هرو مرو خپله سزا ويني.

XS
SM
MD
LG