د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

ایزدیار: د کندز له پېښې سره د مولانا فضل‌الرحمن خواخوږي سیاسي رنګ لري


وروسته له دې چې په پاکستان کې د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ جمعیت علماء پاکستان ګوند د کندز پېښه وغندله او سبا د جمعې په ورځ‌يې د دې پېښې د غندنې په هدف په ټول پاکستان کې خلک مظاهرو ته راوبلل، د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي وايي د مولانا فضل‌الرحمن دغه اعتراض د انساني خواخوږۍ له مخې نه‌دی، بلکې سیاسي رنګ لري.

د افغانستان د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۶» ازادي راډیو ته وویل چې له دې وړاندې هم په افغانستان کې ورته پېښې رامنځته شوي، خو ښاغلي فضل‌الرحمن پرې خواخوږي نه‌ده څرګنده کړې.

د ښاغلي ایزدیار په وینا دا چې ویل کېږي دا ځل، د کندز په پېښه کې د کوټې شورا د یو شمېر غړو په ګډون لوړپوړي وسله‌وال طالبان وژل شوي ځکه پرې مولانا فضل‌الرحمن غبرګون ښودلی دی.

محمد علم ایزدیار
محمد علم ایزدیار

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې فضل‌الرحمن یوازې د کندز پېښه غندي او په اړه‌يې اندېښه څرګندوي شاید دلیل‌يې دا وي چې په دې هوايي حمله کې د وسله‌والو طالبانو ډېر شمېر مشران او د کوټې شورا یو شمېر غړي وژل شوي دي، نو د مولانا فضل‌الرحمن خواخوږي یوازې سیاسي اړخ لري انساني همدردي نه‌ده."

مولانا فضل‌الرحمن د دغو څرګندونو تر څنګ یو شمېر پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دغه هوايي حمله د مدرسې پر زده‌کوونکو شوې ده چې له امله‌يې ماشومان وژل شوي دي.

نوموړي دغه‌شان ویلي چې د ماشومانو په نښه کول له اسلام او مسلمانانو سره ښکاره دښمني ده، خو د افغانستان دفاع وزارت په دې حمله کې د ملکي وګړو وژل کېدل رد کړي دي.

د دغه وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش رسنیو ته ویلي چې دغه هوايي حمله له دقیقو اطلاعاتو وروسته د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو پر یوې نظامي غونډه وشوه چې له امله‌يې ۱۸ لوړپوړي وسله‌وال طالبان ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان دي.

له دې پېښې وروسته که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو، د سیمې اوسېدونکو او مدني فعالانو ادعا وکړه چې په دغې هوايي حمله کې یو شمېر ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې، خو دفاع وزارت وايي چې ولسي وګړي په ځانګړي ډول ماشومان د طالبانو له لوري په ډزو ویشتل شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې د پېښې د څېړلو په هدف‌یې یو پلاوی کندز ته استولی او معلومه به کړې چې په یاده پېښه کې ولسي وګړي وژل شوي او که وسله‌وال طالبان.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، پاکستاني سیاسیون هڅه کوي چې په دا شان کړنو سره د افغان حکومت پر وړاندې د خلکو غبرګونونه راوپاروي.

ارین یون
ارین یون

د دغه کمېسیون غړې ارین یون د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"مولانا فضل‌الرحمن چې کومې څرګندونې د افغانستان په ځانګړي ډول د کندز په اړه کړې دي، یو دلیل‌يې دا دی چې په پاکستان کې د حکومت په وړاندې پښتانه د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره راپورته شوي دي، اوس دوی هڅه کوي چې ورته وضعیت په افغانستان کې هم راولي او خلک د حکومت په وړاندې راپورته کړي."

خو اغلې یون ډاډ څرګندوي چې اوس‌مهال افغانان پوه شوي او د پردیو په دا شان کړنو نه‌دوکه کېږي.

ارین یون دا هم وايي چې له دې وړاندې د شمالي وزیرستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د دې هېواد د پوځ له لوري سلګونه ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه لا هم تري تم دي، خو مولانا فضل‌الرحمن پرې ځکه غلی دی چې نوموړی پاکستانی مولانا د خپلې خاورې ګټو ته ژمن دی.

د یادولو وړ ده چې مخکې تر دې د مولانا فضل‌الرحمن په ګډون د پاکستان ډېری مذهبي مشرانو او ګوندونو په افغانستان کې روانه جګړه روا ګڼلې او د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو په ملاتړ تورن دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG