د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

دفاع وزارت په کندز کې د ملکیانو وژل کېدل ردوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي د کندز هغه سیمه چې د افغان هوايي ځواک له‌خوا پرې حمله شوې نه هم مسجد دی او نه هم هلته د قران‌الکریم د حافظانو د دستار بندۍ مراسم روان وو.

دغه وزارت هغه ادعاګانې ردوي چې ګوندې د دوشنبې د ورځې په هوايي حمله کې چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې وشوه ولسي وګړي په ځانګړي ډول ماشومان وژل شوي دي.

د دې وزارت په وینا افغان هوايي ځواکونو له دقیقو اطلاعاتو وروسته د کندز د دشت ارچي دغه سیمه په نښه کړه چېرته چې په شمال کې د وسله‌والو طالبانو مهم مشران راټول شوي وو او د خپلې ځواکمنتیا نمایش‌يې وړاندې کاوه.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۵» ازادي راډيو ته وویل چې د ښه دقت په هدف افغان هوايي ځواکونو له حملې وړاندې د طالبانو دغه غونډه تر څار لاندې نیولې وه.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"په هغه ځای کې نه جومات و، نه مدرسه وه او نه هم د دستار بندۍ مراسم، بلکې هلته يو مستطیل شکله چهاردیواري وه چې يو، یو نیم متر یې اوږدوالی درلود او خلکو ته د دغه ځایه د لیدنې اجازه د طالبانو له‎خوا نه‌ورکول کېده، هلته د طالبانو سره قطعه او سیمه‎ییز قوماندانان راټول وو، غوښتل‌یې چې يوه نظامي نمایش ترسره کړي."

  • د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د حملې په اړه د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش سره د بشپړې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:15 0:00
مستقیم لېنک

دغه هوايي حمله چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په دشت ارچي ولسوالۍ کې وشوه د ولسي جرګې یو شمېر غړو، د کندز اوسېدونکو او د بشر حقونو یو شمېر بنسټونو ادعا وکړه چې په دې حمله کې زیات شمېر ولسي وګړي وژل شوي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په دې هوايي حمله کې ۱۸ تنه لوړپوړي مخالف وسله‌وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

همداراز د افغانستان جمهوري ریاست اعلان کړی چې د دغې حملې د څرنګوالي او په‌کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه ادعاوې به د يوه پلاوي له‌خوا وڅېړل شي.

په همدې حال کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د دوی د راپورونو پر اساس چې د پېښې له سیمې يې ترلاسه کړي په دې حمله کې ۵۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د دغې ډلې یوه غړي قریب‌الرحمن شهاب وویل هغه سیمه چې هوايي حمله پرې شوې هلته شااوخوا ۳۰۰ ملکي وګړي موجود وو چې د دستار بندۍ په مراسمو کې يې برخه اخیستې وه.

نوموړي زیاته کړه:

"دفاع وزارت وايي چې موږ په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله‎‌والو طالبانو یوه غونډه په نښه کړه، زه پوښتنه کوم چې دا څنګه غونډه وه چې په منځ کې يې ۳۰۰ ملکي کسانو پرېکړه کوله؟ تاسې خپله له ځانه وپوښتئ چې د وسله‌‎والو طالبانو د پرېکړو په دغه ډول غونډو کې ۳۰۰ کسان تصمیم نیسي؟ دوهمه خبره دا ده چې که تاسې «دفاع وزارت» غوښتل چې وسله‌وال مخالفین په نښه کړئ، نو نور ځایونه هم وو چې دوی په‎کې له‎منځه یوسئ."

د کندز پېښې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو تُند غبرګون هم رامنځته کړی دی.

د ولسي جرګې غړو د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په کندز کې د ولسي وګړو وژنه وغندله او د دغې پېښې د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه‌يې وکړه.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وویل د دې پېښې د څېړنې په هدف به د ولسي جرګې له‌خوا هم یو پلاوی وټاکل شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG