د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د کندز په دشت ارچي کې هوايي حملې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژلي


د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې په یوه هوايي حمله کې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي.

په شمال زون کې د ۲۰مې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي ازادي راډیو ته وویل چې نن دوشنبه غرمه مهال افغان هوايي ځواکونو د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د باجوړۍ په سیمه کې د وسله‎والو مخالفینو په یوه تجمع باندې برید کړی چې په پایله کې یې ۱۵ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور یې ټپیان دي.

دی زیاتوي چې یاد وسله‎وال طالبان په دشت ارچي ولسوالۍ کې د حملو د پلانولو لپاره راټول شوي وو.

دی وايي چې په وژل شویو کې د وسله‎والو طالبانو کلیدي کسان هم موجود دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG