د افغانستان د علماوو شورا وايي چې په هېواد کې د افراطیت او تشدد د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د دولتي دیني مدرسو شمېر زیات شي.
هغه غوښتنه چې د دغه هېواد دیني عالمانو هم په وار-وار کړې ده.
د دغه شورا ویاند محمد قاسم حلیمي د حکومت د اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د هغې غوښتنې هرکلی هم وکړ چې ویلي و د هندوستان د دیوبند مدرسې یوه څانګه دې په افغانستان کې هم پرانیستل شي.
ښاغلي حلیمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که څه هم دیوبند مدرسه په هېڅ اسلامي هېواد کې خپلې څانګې نهپرانیزي، خو که په دې برخه کې د افغانستان غوښتنه ومني دا به یو نېک اقدام وي.
نوموړي زیاته کړه:
"هر هغه علمي او مذهبي نهاد چې افغانستان ته را انتقالېږي او زموږ بچیانو ته د دیني تعلیماتو زمینه برابروي او د یو اعتدال پلان پر اساس دلته اسلامي تعلیمات ورکوي موږ ته د منلو او تائيد وړ دی."
دی وايي، اوسمهال د سیمې د اسلامي هېوادونو ډیری دیني مدرسې د حنفي مذهب او دیوبند مدرسې په مفکوره خپل تدریس پر مخ وړي.
د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د حکومت اجرائيه رئیس د وزیرانو یوې ځانګړې ناستې ته وویل چې په افغانستان کې د دیني مدرسو ستونزو ته باید رسېدنه وشي.
ښاغلي عبدالله غوښتنه وکړه چې باید د حج او اوقافو، پوهنې او د لوړو زدهکړو وزارتونو او د افغانستان د علماوو شورا د غړو په ګډون دې یو دایمي کمېسیون جوړ شي چې وخت پر وخت د دیني مدرسو ستونزو ته پاملرنه او رسېدنه وکړي.
د دې تر څنګ نوموړي په افغانستان کې د دیوبند مدرسې د یوې څانګې د پرانیستو غوښتنه هم وکړه.
ښاغلی عبدالله دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې اوسمهال هر کال سلګونه افغانان د دیني زدهکړو لپاره ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول پاکستان ته ځي.
د چارو یو شمېر کارپوهان باور لري چې د ګاونډیو هېوادونو په دیني مدرسو کې د دین د زدهکړې پر ځای افغان ځوانانو ته د ترورېزم د ملاتړ درسونه ورکول کېږي.
د دیوبند مدرسه د اسلامي نړۍ د ستر پوهنتون الازهر څخه وروسته دوهمه ستره اسلامي سرچینه ده چې د مروجو اسلامي علومو د زدهکړې لپاره ورته د نړۍ له بېلابېلو سیمو مسلمانان ورځي.
دغه دیني مدرسه په ۱۸۶۶ میلادي کال کې د هندوستان په اتراپردېش ایالت کې جوړه شوه چې تر دې دمهيې سلګونه زره دیني عالمان روزلي دي.
د افغانستان د علماوو شورا د معلوماتو له مخې اوسمهال پهدې ستره دیني مدرسه کې ۱۰ تنه افغانان په لوړو دیني زدهکړو بوخت دي چې راتلونکی کال به ترې فارغ شي.
په تېره کې هم ډېر شمېر افغانانو په دغې مدرسه کې زدهکړې کړي چې تر فراغت وروسته د کابل په عربي دارالعلوم، کابل پوهنتون او یو شمېر عدلي او قضايي ارګانونو کې په دنده ګمارل شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د دیني چارو ارشد سلاکار مولوي سمیعالله ریحان بیا وايي چې په دې برخه کې دې د خبرو پر ځای عملي کارونه وشي.
نوموړی وايي:
"ښه خبره دا ده چې ډاکتر عبدالله عبدالله هڅه وکړي چې د خبرو پر ځای عمل وکړي، اسلامي تعلیماتو ته پاملرنه او بودجه ډېره کړو، تر څو ښې مدرسې، ښه مکتبونه، ښه تعلیمي بنسټونه او ښه دارالحفاظونه جوړ شي او زموږ ځوانان نورو ملکونو ته د دیني زدهکړو لپاره لاړ نهشي او بېرته د هېواد د ورانونکي او دښمن په توګه دې هېواد ته راونهګرځي."
د ښاغلي ریحان په خبره که په هېواد کې مجهزې او د داسې دیني مدرسو شمېر زیات شي چې اسلامي علوم په اساسي شکل تدریسوي نو تر ډېره به د ځوانانو په فکري رغونه او د اسلام او افغانستان پر ضد د منفي تبلیغاتو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.
د افغانستان د علماوو شورا وايي، دا مهال په کور دننه لسګونه دیني مدرسې شته، خو په دې برخه کې د دیني زدهکړو د محصلینو غوښتنو ته مثبت ځواب نهشي ویلی.
راپور: اکرامالله اکرام