د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

یوناما: افغانستان کې ملکي تلفات ۳۰ سلنه کم شوي


آرشیف، په ننګرهار کې د یوه ځانمرګي برید ټپیان په روغتون کې د درملنې پرمهال
آرشیف، په ننګرهار کې د یوه ځانمرګي برید ټپیان په روغتون کې د درملنې پرمهال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، په دې هېواد کې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د تېر کال همدې مودې په پرتله په ملکي تلفاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی.

یوناما په خپل دغه راپور کې لیکلي، چې په همدې موده کې ۲۱۱۷ افغانان وژل شوي او ۳۷۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما‎) په خپل ۹ میاشتني راپور کې په افغانستان کې په ملکي مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده.

په دې راپور کې راغلي، د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په ملکي تلفاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی، خو د بین الافغاني خبرو له پيل سره اوس هم په جګړه کې ملکیان وژل کېږي.

په دې راپور کې د ملکي تلفاتو د کموالي عمده لامل په انتحاري او هوايي حملو او همدا راز ځمکنیو جګړو کې کموالی په ګوته شوی.

په راپور کې دغه راز د ملکي مرګ ژوبلې ۵۸ سلنه عاملین طالبان او ۲۸ سلنه حکومت پلوي ځواکونه بلل شوي دي.

د راپور په اساس ۱۴ سلنه ملکي مرګ ژوبله د مخامخ جګړو، ۷ سلنه داعش وسله والو او دغه راز د ۷ سلنه نورو تلفاتو عاملین د حکومت نا معلومې مخالفې ډلې بلل شوي دي.

په همدې حال کې د د ملکي مرګ ژوبلې دوه سلنه عاملین په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه هم بلل شوي دي.

د کابل په برچي کې د ځانمرګي برید له امله د وژل شویو کسانو د خاورو ته د سپارلو مراسم
د کابل په برچي کې د ځانمرګي برید له امله د وژل شویو کسانو د خاورو ته د سپارلو مراسم

په یوناما کې د بشري حقونو د برخې مسوولې فیونا فرازیر رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي: "زموږ اصلي اندېښنه داده چې په دوحه کې د سولې د خبرې له پیل سره بیا هم ملکي مرګ ژوبله کې کموالی نه دی راغلی، ټولې ښکېلې غاړې باید داسې کړنلاره چمتو کړي، چې له امله يې د ملکیانو په تلفاتو کې کموالی راشي، د ټولو لسو قربانیانو له ډلې څلور ښځې او ماشومان وي، کېدای شي دا ارقام را کم شي، مثلاً طالبان دې د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنې بس کړي او افغان ځواکونه دې په هوايي بریدونو له سره غور وکړي."

د راپور په اساس په ۲۱۱۷ مړو او ۳۸۲۲ ټپیانو کې ۳۱ سلنه ماشومان او ۱۳ سلنه مېرمنې دي.

یوناما د ملکي مرګ ژوبلې دریمه برخه د افغان ځواکونو او طالبانو ځمکنۍ جګړې، انتحاري بریدونه او بمي چاودنې بللې چې د ملکي مرګ ژوبلې ۲۹ سلنه کېږي.

۱۶ سلنه هدفي وژنې او ۸ سلنه هوايي بریدونه د ملکیانو د وژنې لامل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دا راپور څېړي خو د دې وزارت ویاند طارق ارین د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین طالبان یادوي.

طارق آرین
طارق آرین

هغه زیاتوي: "موږ په لومړي سر کې د راپور په اړه څېړنې کوو، خو هغه څه چې زموږ پخوانۍ موندنې دي، ښکاره کوي، چې طالبان د جګړې اصلي عاملین دي، او دلیل یې روښانه ده، سړک غاړې ماین چاودنې، مقناطسي ماینونه او انتحاري حملې."

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم په افغانستان کې وسله وال طالبان د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین بللي دي.

امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په دې هيواد کې د نورو تروریستي ډلو لپاره زمینه برابره کړې چې ملکیان په نښه کړي.

په اعلامیه کې راغلي دي افغان امنیتي ځواکونه په دې هيواد کې د خلکو د ساتنې او د سولې په هدف لا هم په دفاعي حالت کې دي، خو وسله والو طالبانو په تېرو نهو میاشتو کې جګړو ته زور ورکړی دی.

وسله والو طالبانو دا راپور بې بنسټه بللې او ادعا يې کړې چې یاد راپور د افغان اطلاعاتي، استخباراتي او امنیتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین د افغان ځواکونو هوايي بریدونه دي.

له دې ټولو سره د یوناما مسوولین وايي، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله روان کال په ملکي مرګ ژوبله کې کموالی راغلی خو افغانستان اوس هم ملکي مرګ ژوبلې له پلوه خونړی هېواد بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG