د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د افغان امنیتي ادارو سرپرستانو ته د ولسي جرګې د مرستیال خبرداری


د عکس ښي لور ته اسدالله خالد او چپ لور ته مسعود اندرابي
د عکس ښي لور ته اسدالله خالد او چپ لور ته مسعود اندرابي

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد مېرزا کټوازی وايي، هېواد کې اوسنی امنیتي وضعیت او امنیتي ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله ولسي جرګې ته د منلو نه ده.

د افغانستان ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، د امنیتي بنسټونو مسوولین یې د ناامنیو او افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د ډېرېدو په اړه خپل کور ته ورغوښتي وو.

محمد مېرزا کټوازي نن ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي ځواکونو د تلفاتو لوړ شمېر افغانان اندېښمن کړې نو همدې لپاره یې د درېیو امنیتي بنسټونو له سرپرستانو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي کټوازي ګوتڅنډه کړې، که امنیتي وضعیت او امنیتي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو بهیر همداسي ادامه پیدا کړي، د ولسي جرګې غړي به د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت رییس ته د باور رایه ورنه کړي.

محمد مېرزا کټوازی
محمد مېرزا کټوازی

هغه زیاته کړه: "تېره شپه مې د د فاع، کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان او د ملي امنیت ریاست مشر کور ته راغوښتی و او هغوی ته مې دا وویل چې په دندو کې نا صالح کسان ګمارلو له امله موږ له دې حالت سره مخامخ یوو، که وضعیت همداسې تکرار شي، هغوی ته به وکیلان د باور رایه ورنه کړي."

پاکستان ته د ولسي جرګې د مشر مېر رحمان رحماني له تګ وروسته د جرګې د مشرۍ مسوولیت ښاغلي کټوازي ته سپارل شوی دی.

هغه زیاتوي چې په دفاعي او امنیتي ځواکونو لیکو کې فساد، مدیریتي ضعف، خیالي ځواکونو شتون او په خپل وخت د خوړو او تجهیزات نه رسېدل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې جدي ستونزه ده.

خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي ځواکونو لیکو کې خیالي ځواکونه نشته.

هغه ټېنګار وکړ چې دې برخه کې یې جدي اصلاحات تر لاس لاندې دي.

همدا راز د افغانستان دفاع وزارت پخوانی مرستیال تعمیم عاصي وايي، د سولې بهیر د امنیتي ځواکونو روحیه اغېزمنه کړې او دفاعي او امنیتي ځواکونه په ښه توګه نه رهبري کېږي.

تمیم عاصي
تمیم عاصي

عاصي زیاته کړه: "په پرله پسي توګه استخباراتي ناکامۍ، په ځانګړې توګه تاکتیکي استخبارات، د ځواکونو ځای پر ځای کېدل و د تحرک نه درلودل او د ځانګړو ځواکونو د هوايي ملاتړ او امریکايي ځواکونو ملاتړ نشتون په دې برخې ډېر اغېز کړی."

په ورته وخت کې د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان امنیتي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه وايي خو دا مني چې د تېر په پرتله د طالبانو حملې ډېرې شوي دي.

هغه ټينګار کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو په پرتله د طالبانو مرګ ژوبله څو سلنه ډېره ده.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د راپورونو په اساس، پرون په نیمروز کې د طالبانو لخوا حملې کې ۲۳ افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول.

تېره اونۍ هم تخار ولایت کې د طالبانو حملو کې لسګونه نظامیانو ته مرګ ژوبله واوښته او وروستیو څواونیو کې هلمند ولایت هم د طالبانو د سختو بریدونو سره مخ دی.

له دې سره په میدان وردګو او فراه ولایتونو کې ځینو امنیتي ځواکونو په ټولنیزو شبکو کې یو شمېر افغان امنیتي ځواکونو نیوکې وکړې چې د امکاناتو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG