د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د طالبانو د حملو شدت؛ ارګ: د مرکچي پلاوي د بېرته راستنولو کوم پلان نه‌شته


د افغان مرکچي پلاوي یو شمېر غړي
د افغان مرکچي پلاوي یو شمېر غړي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی به قطر کې پاتې شي او د طالبانو له لوري انسان‌وژنه او د جګړې شدت به د حکومت پر هڅو اغېز ونه‌کړي.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په قطر کې د طالبانو مشران، د ملکیانو د وژلو او د جګړې د شدت مسؤلین بولي چې په خبره‌یې په بېلابېلو ولایتونو کې د دغې ډلې په حملو کې وژل شوي دي.

د بدخشان فیض‌اباد او د هلمند لښکرګاه پر ښارونو د طالبانو له حملو وروسته د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شدت موندلی دی.

ښاغلي صدیقي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۸» ازادي راډيو ته وویل چې حکومت له قطر نه د مرکچي پلاوي د بېرته راستنولو کوم پلان نه‌لري.

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "د تاوتریخوالي او ترهګریزو حملو مسؤلیت طالبانو پورې اړه لري، په ځانګړې توګه د دغې ډلې مشرانو ته چې په قطر کې دي، ځکه چې په هغه څه چې په لومړیو کې یې پرې ژمنې وکړې عمل‌یې پرې ونه‌کړ، زموږ پلاوی په قطر کې دی، د هغوی د بېرته راستنولو لپاره کوم پلان نه‌شته ځکه چې موږ سوله غوښتونکي یو."

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

ښاغلی صدیقي وایي داسې راپورونه شته چې د افغانستان له زندانونو یو شمېر ازاد شوي طالب بندیان بېرته د جګړو لیکو ته تللي دي.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې مخکې د دولت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري ازادي راډيو ته ویلي و چې که وضعیت په همدې ډول دوام ومومي د سولې افغان مذاکراتي پلاوی به د مذاکراتو د دوام په اړه له سره غور وکړي.

د طالبانو وروستیو حملو د نړیوالو غبرګونونه هم راپارولي او دغه ډله‌یې د دوی او امریکا ترمنځ د توافق په نقض تورنه کړې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "دا باور چې د مذاکراتو په مېز کې د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالي ته شدت ورکړل شي، ډېر ګواښوونکی دی، دا شان کړنه کولای شي د سولې پروسې ته زیان ورسوي، د پخوانیو افغان رهبرانو د ناسمو محاسباتو د تکرار لامل شي، موږ باید په هغه خبره او محتوا چې وکړای شي په اساس‌یې مذاکره او تفاهم وشي، پابند واوسو."

همدارنګه په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن هم پرون ماښام په غور ولایت کې د یو موټر بم چاودنې په غبرګون په افغانستان کې د وینې تویېدنې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې.

په کابل کې د اروپایي اتحادیې استازولۍ هم په یو ټویټ کې لیکلي چې "د سولې لاره باید په خبرو ووهل شي نه په وژنو".

بل‌خوا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو ویاند ساني لګېټ په خپل ټویټر خبرداری ورکړی "په هلمند او فراه کې د امریکا هوایي حملې یوازې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د دفاع لپاره شوي او که پر دوی حمله وشي، دا حملې به دوام ومومي."

طالبانو امریکايي ځواکونه له دوی سره د شوې هوکړې په نقض تورن کړي دي، هغه ادعاوې چې امریکایي چارواکو رد کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتګس د طالبانو د دغه تور په اړه په ټویټر لیکلي "موږ د طالبانو ادعا د امریکا د تخلفاتو په اړه ردوو، د افغانستان خلک سوله غواړي، د امریکا-طالبانو توافق‌نامه او د امریکا-افغانستان ګډه اعلامیه بشپړ ډول پلي کول د سولې پروسې لپاره حیاتي ده."

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې دا مهال د بدخشان په فیض‌اباد ښار کې جګړه روانه ده، راپورونه وایي چې د دغه ولایت اتمه ناحیه په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغلې او سقوط‌یې کړی او په درېیمه او څلورمه ناحیه کې شدیدې نښتې روانې دي.

په هلمند کې لا هم د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

له دې سره له تېرو دوو ورځو راپدېخوا په میدان وردګ ولایت کې هم د نښتو او د امنیتي ځواکونو د محاصرې په اړه راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي د میدان وردګ ولایت یو شمېر سیمو ته د تجهیزاتو او اکمالاتو په رسولو کې د لوړو ګواښونو د شتون له امله ځنډ راغلی، خو په خبره‌یې دغه ولایت ته تازه نفسه ځواکونه رسېدلي.

فواد امان
فواد امان

د فواد امان په خبره په هلمند ولایت کې جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده او په بدخشان کې د طالبانو د مخکې تګ په اړه راپورونه ردوي.

تازه طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته په یو پیغام کې ویلي چې د حملو د شدت دلیل د افغان ځواکونو هغو حملو ته غبرګون دی چې د دغې ډلې پر وړاندې یې کوي.

طالبانو له امریکا سره په دوحه کې د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه توافق کې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه ژمنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG