د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

طالبانو ته د ناټو پيغام: تاوتریخوالی کم او له ټولو ترهګرو سره اړیکې پرې کړئ


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

طالبانو ته د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو سازمان) د سرمنشي ینس سټولټنبرګ واضح پیغام، "د تاوتریخوالي نه‌منونکې کچه راټیټه او له ټولو ترهګرو سره اړیکې پرې کړئ."

ناټو پرون جمعه او وړمه ورځ د دفاع وزیرانو په سطحه د افغانستان په اړه بحثونه کړي.

سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی او په‌کار ده چې طالبان د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "طالبان باید د تاوتریخوالي نه‌منونکې کچه راټیټه کړي څو د اوربند د ټینګښت لپاره زمینه برابره شي. هغوی باید له القاعده او نورو ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، داسې چې افغانستان هېڅکله بیا زموږ په هېوادونو د ترهګریزو بریدونو د ترسراوي د بستر په توګه ونه‌کارول شي."

د ناټو سازمان ودانۍ
د ناټو سازمان ودانۍ

ینس سټولټنبرګ وویل د ناټو پوځیان له نړیوال ترورېزم سره د مبارزې لپاره افغانستان ته تللي او وتل‌یې هم په شرایطو پورې اړه لري.

د افغانستان څو ولایتونه دا وروستۍ ورځې د خونړیو جګړو شاهد دي.

د طالبانو تر ټولو تازه بریدونه په نیمروز کې و چې د راپورونو په اساس ۲۲ افغان سرتېري په‌کې وژل شوي. دې ډلې مخکې په تخار کې هم لسګونه افغان پوځیان وژلي. په هلمند کې خو له شااوخوا دوو اوونیو جګړه روانه ده او د درېدو څرک‌یې نه‌لیدل کېږي.

افغان حکومت وراوښتي تلفات مني، خو وايي چې په ټولو بریدونو کې یې طالبانو ته هم درانه تلفات اړولي.

د طالب جنګیالیو او افغان پوځیانو ترمنځ نښتو داسې وخت زور اخیستی چې د افغان دولت او طالبانو مرکچیان په دوحه کې خبرې کوي.

مرکچیانو د سپټمبر له ۱۲مې خبرې پیل کړي، خو دوی لا په شاوخوا یو نیم میاشت کې د مذاکراتو لپاره د کړنلارې په جوړولو نه‌دي برلاسي شوي.

قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه
قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې د دوحې خبرې له نازک پړاوه تېرېږي، مګر د سولې لپاره یوازې همدا تر ټولو غوره فُرصت دی.

دی وايي: "څو راتلونکې میاشتې د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې دي. په دوحه کې مذاکرات که څه هم له نازک پړاو تېرېږي ( شکننده دي)، خو دا له څو نسلونو راهیسې د سولې لپاره یو غوره چانس دی. ټول افغانان باید له دې تاریخي فُرصته استفاده وکړي. ناټو د سولې له پروسې ملاتړ کوي."

افغان حکومت بیا وايي هېڅ هڅه نه‌سپموي چې په سوله تمامېږي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تازه په یوه مرکه کې ویلي چې جنګ او سوله په ګډه روان دي، خو د ده په خبره افغان حکومت ټوله هڅه کوي چې سولې ته چانس ورکړي.

حمدالله محب
حمدالله محب

هغه دا ګواښ هم کړی چې که طالبان نرمښت ونه‌ښيي او جنګ ته دوام ورکړي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو او هېواد د دفاع لپاره چمتو دي.

په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواو په تېره بیا له طالبانو د بریدونو د کمولو له غوښتنو سربېره په دغه هېواد کې جګړه ورځ تر بلې زیاتېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي چې اکټوبر د افغانانو لپاره خونړۍ میاشت وه.

په اعلامیه کې د غور، فاریاب، هلمند، میدان وردک او ځینو نورو سیمو خونړیو نښتو او چاودنو ته اشاره شوې چې په‌کې لسګونه ملکیان مړه او ټپیان شوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جَنوبي اسیا مشر عمر وړایچ ویلي "نړۍ باید پاملرنه وکړي ځکه هره ورځ د بې‌ګناه افغانانو وینې تویېږي. موږ د جنګ له ټولو ښکېلو خواو غواړو چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي."

XS
SM
MD
LG