د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

کابل کې د جنايي پېښو زیاتوالی؛ ولسمشر غني د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

په کابل کې هره ورځ د جنايي پېښو په اړه د خلکو له اندېښنو سره سم، ولسمشر غني د کابل له امنیتي ادارو غوښتي چې د جرایمو د مخینوي په اړه بېړنی اقدام وکړي.

ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ولسمشر غني د کابل امنیتي ادارو ته ویلي چې د خلکو رواني امنیت خوندي او د کابل د امنیت په ټینګښت کې له ټکنالوجۍ ګټه واخلي.

ښکاري چې په کابل کې ورځ تر بلې د جنايي جرمونو په اړه د خلکو اندېښنې، تر ولسمشر محمد اشرف غني هم رسېدلي دي.

ارګ وايي، ولسمشر غني د کابل امنیتي ټیم ته ویلي چې په دې ښار کې باید د جرایمو د مخنیوي پر وړاندې هر څه ژر بېړنی اقدام وشي.

د ارګ په اعلامیه کې لیکل شوي، "جمهور ريیس غني د کابل د امنیت د ټینګښت لپاره د غوره تدابیرو د نیولو په غونډه کې ویلي، باید د خلکو رواني امنیت خوندي او همداراز دې د کابل په پولیسو کې اساسي بدلون راشي چې د جرمونو له بېلابېلو ابعادو سره مبارزه وشي."

د کابل د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو پر بنسټ، د امنیتي تړون په چوکاټ کې د خلکو په همکارۍ په بېلابېلو جرمونو تورن ۱۷۳ کسان پولیسو ته معرفي شوي، همدا ډول ۶۹ تړونونه تازه لاسلیک شوي او په بېلابېلو برخو کې ۳۰۰ امنیتي کمرې نوې نصب شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندان جمعه ګل همت وايي، ډېر ژر به د کابل وضعیت کې هر اړخیز بدلون راشي.

هغه زیاته کړه: "هغه هدایت چې د افغانستان د جمهور ريیس له‌خوا په قاطعیت سره موږ ته شوی دی چې باید بدلون رالوو او مجرمین ګرفتار کړو، همدارنګه د کورنیو چارو وزیر د قانون مطابق سره پولیسو ته امر کړی چې که مجرم اسلحې ته لاس کوي، باید پر وړاندې وسله استعمال شي. "

د کابل امنیه قوماندان د پولیسو په لیکو کې فساد، اړیکې او د مجرمینو پر وړاندې نرم چلند مني، خو زیاتوي، د دې ډول کسانو پر ضد به قانوني چلند وشي.

خو ایا دا ځل به له کابل مېشتو سره د وضعیت د ښه کېدو په اړه شوې ژمنه عملي شي او تر خوا یې د پولیسو په لیکو کې کوم ډول اصلاحات عملي کېدل کولای شي چې خلک خوندې کړي؟

د امنیتي چارو کارپوه عبدالباري عارض وايي: "د امنیتي او دفاعي ځواکونو کدرونه غیر مسلکي، ناکاره، د اړیکو، قوم، سمت، ژبې او تنظیم پر اساس تقیسم شوي چې له سره جوړول غواړي، که همدا کار و نه شي، په هیڅ ډول اوسنۍ اداره نه شي کولای دا امنیت تامین کړي. "

د کابل په امنیتي وضعیت کې داسې مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا د بدلون راوستو امر کېږي چې نږدې هره ورځ په دې ښار کې د خلکو له‌‌خوا د وسله‌والو غلاوو او نورو جنايي جرمونو له کېدو شکایتونه مخ په ډېرېدو دي.

دوه شپه وړاندې د کابل په دشت برچي سیمه کې وسله‌والو غلو پر یوه درملتون د برید پر مهال یو ډاکټر وواژه او یو بل یې ټپي کړي. له دې وړاندې هم روانه اوونۍ د ورته وژنو او وسله‌والو غلاوو راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG