د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

'د دشت برچي پېښې په اړه امنیتي چارواکي بې غوره وبلل شول'


ولسي جرګه
ولسي جرګه

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په کابل کې د دشت برچي په سیمه کې د کوثر دانش په نوم په ښوونیز مرکز د برید په اړه امنیتي چارواکي په بې غورۍ تورنوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي ناستې بحث په هېواد کې د وروستیو امنیتي حالاتو او پېښو متمرکز و.

د دغې جرګې یو شمېر غړیو د شنبې په ورځ په کابل دشت برچي سیمه کې د کوثر دانش په یو روزنیز مرکز برید وغانده او د دغې پېښې په اړه یې امنیتي چارواکي بې غوره وبلل.

د دشت برچي په برید کې ټپي شوی کس
د دشت برچي په برید کې ټپي شوی کس

له دې ډلې مهدي راسخ په دغه ناسته کې وویل: "د دغو پېښو تکرار وښودله چې زموږ امنیتي چارواکي په خپلو دندو کې مطلق ناکامه دي او دغه ناکامي دعامو وګړو د وژنې لامل ګرځي، د ولس د کور دنده دا ده چې دوی څارنوالۍ ته ور وپېژني او تر څېړنو لاندې ونیسي."

د دغې جرګې یو بل غړي فدا محمد الفت صالح بیا په تخار ولایت کې په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې ته په اشارې پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل چې باید د خلکو د امنیت ټینګښت ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: "حکومت د خلکو د امنیت مسئول دی، خو له بده مرغه حکومت په افغانستان کې یوازې خپلې خواوې سیمنټي چکونو چاپېروي او هېڅ د خلکو په اړه فکر نه کوي."

د افغانستان د ولسي جرګې غړي په داسې حال اندېښنه مطرح کوي چې د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې د دشت برچي سیمه کې د کوثر دانش په نوم یو ښوونیز مرکز ته څېرمه برید وشو چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۲۴ کسان ووژل شوي او له ۵۷ زیات نور ټپیان شول.

د دغه برید پړه داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې منلې ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د غړو د نیوکو او څرګندو په ځواب کې ازادي راډيو ته وویل چې دوی به د وروستیو امنیتي په ځانګړې توګه د دانش کوثر ښوونیز مرکز پېښې څېړنې وکړي.

طارق ارین
طارق ارین

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وویل: "زموږ امنیتي ځواکونه د دغه اعمالو د مخنیوي لپاره اقدامات تر لاس لاندې لري خو ځينې وخت دغه ترهګر له خپلو اعمالو استفاده کوي او موږ د دوی کړنې له ترهګریزو اړخونو نه څېړو او جزییات به یې له تاسو سره شریک کړو."

دا په داسې کې ده چې په دې ورستیو کې په ولایتونو کې هم ناامنیو زور اخیستی دی، په هلمند، بدخشان، لغمان او تخار ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړه کې د ګڼو امنیتي ځواکونو تر څنګ ملکیانو ته هم مرګ ژوبلې اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG