د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

کابل کې ځانمرګی برید؛ د وژل شویو شمېر ۲۴ ته ورسېد


د شوي برید وروسته یو ټپي روغتون ته لېږدول کېږي.
د شوي برید وروسته یو ټپي روغتون ته لېږدول کېږي.

د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې یو ښوونیز مرکز ته څېرمه په یوه کوڅه کې د شوي ځانمرګي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ او ټپیانو ۵۷ ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، یو کس ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي و غوښتل یې د کوثر دانش په نوم یو ښونیز مرکز په نښه کړي.

ښاغلی ارین زیاتوي، د کوثر دانش مرکز ساتونکو بریدګر پېژندلی خو بریدګر ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې تر دا مهاله ۲۴ کسه وژل شوي او له ۵۷ زیات ټپیان دي.

نوموړی وايي، ممکن د وژل شویو او ټپیان د شمېر په برخه کې بدلون راشي.

بل خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ او د ټپیانو شمېر ۳۵ ته ورسېد.

طالبانو هم په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې ترسره شوې چاودنه دوې پورې اړه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کابل لویدیځ دشت برچي سمیه کې ورته چاودنې شوې وې چې وروسته یې بیا مسئولیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی.

XS
SM
MD
LG